کابل (پژواک، ۲۵ وږی ۱۴۰۲): د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د ا.ا د مشرتابه ځانګړې فرمان پر اساس کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو په موخه د پانګونې بینالوزارتي کمېټه رامنځته شوه.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت د یادو څرګندو ترڅنګ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دې کمېټې نن خپله لومړنۍ غونډه کړې ده.
په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې رییس د پانګونې بینالوزارتي کمېټې مشر مولوي ذبیحالله ناصر ویلي، یاده کمېټه د اقتصادي معاونیت تر چتر لاندې فعالیت کوي او موخه یې تر واحد چتر لاندې د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې د طرحو طی مراحل، د پانګونې پروسو کې چټکتیا او شفافیت رامنځته کول او د پانګوالو او اړوندو وزارتونو ترمنځ همغږي رامنځته کول دي.
د اقتصادي کمېسیون سکرتر مولوي عبدالله عزام هم ویلي، د اسلامي امارت په راتګ سره افغانستان د اقتصاد په ډګر کې لومړني ګامونه اخیستي او ښه نتیجه یې ورکړې ده.
هغه ویلي: «افغانستان د پانګونې په برخه کې بې شمېره فرصتونه لري او دغه کمېټه به کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته لازمې اسانتیاوې برابرې او په امارتي ادارو کې به یې له بیروکراسۍ مخنیوی وکړي.»
اقتصادي معاونیت لیکلي، د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه چې ټول اړوند وزارتونه به د دې کمېټې د کړنلارې د غني کېدو په موخه خپل نظرونه په درېو ورځو کې په کتبي ډول د یادې کمېټې له دارالانشاء سره شریک کړي او وروسته له هغه به یوه جامع کړنلاره ترتیب او د منظورۍ لپاره به اقتصادي کمېسیون ته وړاندې شي.
Views: 33
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن