ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اسلامي امارت مشر اروزګان ته سفر کړی

د اسلامي امارت مشر اروزګان ته سفر کړی

author avatar
16 Sep 2023 - 16:00
د اسلامي امارت مشر اروزګان ته سفر کړی
author avatar
16 Sep 2023 - 16:00

ترینکوټ (پژواک، ۲۵ وږی ۱۴۰۲): د اسلامي امارت زعیم شیخ هبت‌الله اخندزاده پرون اروزګان ته سفر کړی او د دغه ولایت له مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو سره يې لیدلي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل چې د اسلامي امارت مشر په دغه سفر کې د خلکو ستونزې اورېدلې او هغو ته د رسېدنې په برخه کې يې مسوولینو ته لازمې لارښوونې کړې دي.

هغه زیاته يې کړه: «عاللیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تېره ورځ اروزګان ولایت ته تللی و، هلته يې له مسوولینو، علماءکرام، متنفذینو او قومي مشرانو سره وکتل، د هغوی ستونزې او مشکلات يې واورېدل، د رسېدګۍ په برخه کې يې لازمې لارښوونې وکړې او د هغه ولایت چارې يې وڅارلې.»

مجاهد په دې اړه نور جزئیات ور نه کړل.

Views: 65

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.