فیضاباد (پژواک، ۲۶ وږی ۱۴۰۲): د بدخشان ځايي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د کوکچې سیند ته د یوه موټر لوېدو پېښه کې یو نظامي منسوب مړ شوی دی.
د بدخشان امنیې قوماندانۍ ویاند احسانالله کامګار پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن سهار یو ویټس موټر چې له فیضاباده بهارک ولسوالۍ ته پر لاره و، د فیضاباد – بهارک لویې لارې په ابافچک سیمه کې د کوکچې سیند ته لوېدلی دی.
هغه زیاته کړه چې د دې پېښې له امله موټرچلوونکی چې په نسي درواز ولسوالۍ کې د ۲۱۹ عمر ثالث فرقې اړوند د اکمال کنډک سرحدي لوا امر و، مړ شوی چې مړی یې څو ساعته مخکې د بهارک ولسوالۍ امنیې قوماندانۍ د یوه ټېم له لوري له سینده را ایستل شوی او ولایتي روغتون ته لېږدول شوی دی.
د بدخشان امنیې قوماندانۍ ویاند د پېښې لامل د موټرچلوونکي تېز تګ او بېغوري بللی دی.
هغه له موټرچلوونکو غواړي څو د ترافیکي پېښو مخنیوي په موخه له تیز تګه ډډه وکړي او ترافیکي اصول په پام کې ونیسي.
Views: 48
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن