ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د یو میلیون ډالرو په لګښت دوه سړې خونې جوړېږي

غزني کې د یو میلیون ډالرو په لګښت دوه سړې خونې جوړېږي

غزني‌ښار (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۲): د غزني د کرنې ریاست چارواکي وايي چې په روان کال کې به د دغه ولایت د مرکز په روضې او علي لالا سیمو کې د ملي سوداګرو په همکارۍ دوې سترې سړې خونې جوړې کړي.

د چارواکو په وينا، يادې سړې خونې به د اته زره مټریک ټنو کرنيزو محصولاتو د ساتنې ظرفیت ولري.

د دغه ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمدادریس حنیف پژواک خبري اژانس ته وویل، اوس د غزني له مرکز او بېلابېلو ولسوالیو په سلګونو ټنه وچه مېوه، تازه میوه او سبزي بازار ته وړاندې کېږي چې د مناسبو سړو خونو د نشتون له امله هر کال په نیمه بیه پلورل کېږي.

هغه زیاته کړه، د دوو ملي سوداګرو په همکارۍ چې تر یو میلیون امریکايي ډالرو پورې پانګونه کوي تر ۸ زره مټریک ټنو کرنيز محصولاتو د ساتنې په ظرفیت دوې پر مخ تللې سړې خونې جوړېږي.

د نوموړي په خبره، پانګونه سوداګر کوي خو د ځمکې او برېښنا ستونزه د غزني سیمه‌ییزه اداره ورته حلوي.

د کرنې رییس زیاته کړه: «کروندګر به له دغو خونو د خپلو محصولاتو د ساتنې لپاره کار اخلي او بیا به یې له اړتیا سره سم مارکېټونو ته وړاندې کوي.»

په ورته وخت کې دغه دوه ملي سوداګر چې حاجي اسحاق او حاجي غلام فاروق نومېږي او د هرات ولایت اوسېدونکي دي وايي، تر یو میلیون ډالرو پورې یې سړو خونو ته ځانګړې کړې او په پام کې لري غزني کې د جوس د پروسس او بسته‌بندۍ فابریکه هم جوړه کړي چې په هغه کې هم تر څلور سوه زرو ډالرو پورې پانګونه کېږي.

بلخوا کروندګرهم خوښ دي چې کرنیزو محصولاتو او په ځانګړې توګه د سبزیجاتو ساتلو لپاره ورته سړې خوني جوړېږي.

د غزني ښار یو کروندګر بسم‌الله پژواک ته وویل، د دوی د حاصلاتو پرمهال د توکو بیې دومره ټیټېږي چې هرکال له زیان سره مخ وي.

هغه زیاتوي: «هر کال کروندګر خپل حاصلات بازار ته وړاندې کوي، خو د ساتنې له پاره یې د مناسب ځای نه شتون له امله هر کال خپل تازه سبزي او میوې په نیمه بیه د ګاونډيو هېوادونو پر سوداګرو پلوري، خو کله چې د میوو اوسبزیو موسم تېر شي، نو بېرته یې افغانستان ته صادروي او په دوه برابره لوړه بیه یې پېري.»

هغه له حکومته د دغه ډول نورو سړو خونو د جوړولو غوښتنه هم کوي.

دا په داسي حال کې ده چې د مسوولینو په وینا غزني کې هر کال شاوخوا څلور سوه زره ټنه کرنیز محصولات لکه انګور، مڼې، زردالو، شفتالو، بادام، ناک، کچالو، پیاز او نور تولېږي.

Views: 43

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.