ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تورخم کې خلکو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه اړوندو ادارو ته کارځایونه جوړیږي

20 Sep 2023 - 19:39
20 Sep 2023 - 19:39

کابل (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۲): اقتصادي کمېسیون پرېکړه کړې چې په تورخم کې خلکو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو او لازمو اسانتیاوو برابرولو په موخه دې دغه ګمرک ته څېرمه ۵۴۰ جریبه ځمکه مالیې وزارت ته ورکړل شي څو هلته ټولو اړوندو ادارو ته کارځایونه جوړ شي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي چې نن د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون غونډه وشوه.

سرچېنې لیکلي چې په تورخم بندر کې هېوادوالو ته د ښو خدماتو وړاندې کولو او لازمو سهولتونو رامنځته کولو په موخه اقتصادي کمېسیون پرېکړه وکړه، چې دغه ګمرک ته دې نږدې ۵۴۰ جریبه ځمکه مالیې وزارت ته تسلیم شي، څو هلته ټولو اړوندو ادارو ته کارځایونه جوړ شي.

سرچېنې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

خبرپاڼه کې راغلي، د عامه او خصوصي مشارکت له لارې د هرات ولایت ګذرې ولسوالۍ د مسافر وړونکو موټرو د ترمینل او فاریاب ولایت د اقینې بندر تیر پارک جوړولو پروژو طرحه د اقتصادي کمېسیون له لوري په پرنسیپ کې تایید شوه چې د دغې طرحې پر اساس به خصوصي سکټور د ټرانسپورټي اصولو سره سم د شاوخوا دوه میلیارده افغانیو په ارزښت پانګونه وکړي، چې د جوړولو چارې به یې په دوو کلونو کې بشپړې او سلګونو کسانو ته به د کار زمینه برابره کړي.

اقتصادي معاونیت پرېکړه کړې چې د کانونو او پټرولیم وزارت دې د کشک – تیرپل احتمالي حوزې د جیوفزیکي سروې ګانو قرارداد آزادې داوطلبۍ ته وړاندې کړي او یاده نفتي حوزه د ۲۳ زره کیلومتر مربع مساحت په درلودو سره ټول‌ټال ۱۰ بلاکونه لري او د هرات او بادغیس ولایتونو ۱۳ ولسوالۍ رانغاړي.

خبرپاڼه له مخې، په دغه غونډه کې همدا راز پرېکړه شوې چې د اقتصادي معاونیت د استازي په مشرۍ دې له ملي دفاع، کورنیو چارو او مالیې وزارتونو او د استخباراتو لوی ریاست له مرستیالانو څخه جوړ پلاوی‎ د سټنډرډ ملي ادارې په ملتیا د هېواد بنادرو ته سفر وکړي او هلته دې د بې کیفیته تېلو او په ټانکرونو کې د سرباري موضوع په هر اړخیزه توګه وڅېړي او خپل راپور دې اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.

خبرپاڼه کې راغلي، اقتصادي معاونیت زیاته کړې چې د کندهار ولایت د نېش ولسوالۍ د فلورایټو کان د قراردادونو قېمتونه د اصلاح په موخه د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې په هر اړخیز ډول څېړلي وو او د یادې کمېتې څېړنو او موندنو ته په کتو اقتصادي کمېسیون د یادو فلورایټو د في ټن لپاره ۱۵زره افغانۍ قېمټ وټاکه.

سرچېنې د معلوماتو له مخې، د لغمان شاهي کانال پروژې د بشپړولو په اړه د اقتصادي کمېسیون له لوري د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ او اوبو او انرژۍ وزارتونو ته دنده وسپارل شوه، څو په ګډه د دغه کانال پاتې تخنیکي مطالعات ترسره او د یادې پروژې په تړاو خپلې دندې مشخصې کړي. د اقتصادي کمېسیون له لوري پرېکړه وشوه چې د دغه کانال د جوړولو مصارف دې د ۱۴۰۳ مالي کال په پراختیایي بودیجه کې ونیول شي.

خبرپاڼه کاږي، همدارنګه د جوزجان ولایت قوش تېپې او درزاب ولسوالیو ته د برېښنا رسولو په اړه د اقتصادي کمېسیون له لوري پرېکړه وشوه، چې د یو کان په بدل کې دې له مرکز شبرغان څخه یادو ولسوالیو ته له ترکمنستان څخه د راتلونکي برېښنا لین وغځول شي، څو هلته د مېشتو هېوادوالو ستونزې حل او صنعت ورسره وده وکړي.

خبرپاڼه کې زیاوي، د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه چې په خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر ولایتونو کې دې هغه وچ د سون لرګي چې اوسمهال په موټرو کې بار او یا له خلکو سره په کورونو کې پراته دي، د یوې میاشتې په جریان کې په ضمانتي ډول د انتقال اجازه ورکړل شي.

اقتصادي کمېسیون په همدې موخه ټاکل شوي پلاوی ته دنده سپارلې چې د راتلونکي لپاره دې د ځنګلونو د ساتنې په موخه یو جامع طرزالعمل جوړ او د منظورۍ لپاره یې د اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.

Views: 56

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version