کابل (پژواک، ۳۰ وږی ۱۴۰۲): د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په یمن کې د دایمي اوربند رامنځته کولو په موخه د سعودي عربستان او عمان د هڅو هرکلی کوي.
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه د اعلامیې په خپرولو سره ویلي، په یمن کې د دایمي اوربند رامنځته کولو په موخه د سعودي عربستان او عمان سلطنت د هڅو هرکلی کوي او دغه اقدام د یمن په جمهوریت کې د سولې او ثبات د ټینګښت په موخه د دغه هېواد د خلکو په ګټه بولي.
په دغه اعلامیه کې زیاته شوې چې دغه هڅې د سیمې ثبات او امنیت په ګټه هم دي.
سرچینې ویلي، د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت هیله لري چې دا خبرې اترې به د یمن د شخړې سیاسي حل او دایمي سولې رامنځته کېدو سبب شي
Views: 30
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن