ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

۷۷ سلنه ولسوالۍ داسې روغتونونه نه لري چې د ولسوالۍ په کچه فعالیت وکړي

کابل (پژواک، ۲ تله ۱۴۰۲): د افغانستان د ځینو سیمو اوسېدونکي د متخصص ډاکټرانو، روغتیایي مرکزونو او نورو لازمو روغتیایي امکاناتو له کمښته شکایت لري او وایي، روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي لپاره اړ دي چې اوږده مزلونه ووهي.

د عامې روغتیا د وزارت چارواکو هم په دې برخه کې ستونزې مني، خو وايي چې د حل لپاره یې هڅې روانې دي.

د افغانستان د ځینو لرو پرتو سیمو اوسېدونکي وايي، د خپلو ناروغانو د درملنې لپاره له لازمو روغتیایي امکاناتو بې‌برخې دي او نه شي کولای خپلو ناروغانو ته پر وخت رسېدنه وکړي.

د بدخشان په یفتل سېمه کې څلور روغتیايي مرکزونه شته، خو بیا هم د دې سېمې خلک وايي چې د اړینو روغتیايي امکاناتو نشتوالي له امله د دغه ولایت مرکز فیض‌اباد ته پر ۲۵ کیلومتره خرابه لاره له ۶ تر ۷ ساعتونو پورې سفر کوي او ناروغان د درملنې لپاره د دغه ولایت مرکز ته لېږدوي.

د دې سیمې اوسېدونکي له حکومتي مسوولینو غواړي څو ستونزو ته یې جدي پاملرنه وکړي.

د يفتل سېمې یو اوسېدونکی سيد جعفر وايي: «مېرمن مې امېدواره وه، کلينيک ته مو مراجعه وکړه، په کلینیک کې امکانات نه وو او بالاخره مو هغه په يوه ډېره اوږده او خرابه لار په پښو بوتلله، وروسته مې د مېرمنې ستونزې زیاتې شوې او هغه مو فیض‌اباد ته ولېږدوله.»

د دې سېمې يوه اوسېدونکې صيغور هم وايي: «زموږ لاره ډېره لرې ده، سړک هم ډېر خراب دی، تر دې ځایه چې کلينيک ته راځو نږدې شپږ تر اووه ساعته وخت نيسي.»

د پکتيا د لجه‌منګل ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي، پرې دې سربېره چې په دې ولسوالۍ کې دوه روغتيايي مرکزونه شته، خو د ټولو ناروغانو درملنه نه په ‌کې کېږي او اړ کېږي ‎چې خپل ناروغان له ولسوالۍ لرې د دغه ولايت مرکز ګردېز ښار ته ولېږدوي.

د لجه‌منګل ولسوالۍ یوه اوسېدونکي ګل‌سبز وويل: «په دې ولسوالۍ کې زموږ اساسي ستونزه د يو مناسب سړک نشتوالى دى او له همدې امله نه شو کولاى خپل ناروغان په وخت کلينيک او یا د څمکنيو ولسوالۍ مرکز (شهرنو) ته ورسوو.»

د اروزګان ولایت د خاص اروزګان ولسوالۍ یو اوسېدونکی عبدالواحد وايي: «کلینیک لرو، خو څلور خونې لري، ډاکترانو ته اړتیا لرو، درملو ته اړتیا لرو او د ډېرو بېړنيو ناروغانو درملنه دلته نه کېږي او کله چې وغواړو هغه یوه بل ځای ته یوسو، لاره مو ډېره خرابه ده، ان تر دې چې دوو- درېیو ښځو له همدې امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.»

د متخصصو ډاکترانو کمښت

د پژواک موندنې ښیي چې د هېواد د ۱۶ ولایتونو په دولتي روغتیایي مرکزونو کې ۲۹۹ نارینه او ۶۸ ښځینه متخصص ډاکټران فعالیت کوي، خو له دغو ولایتونو په نهو کې له سلو ډېرو نورو متخصصینو ته اړتیا ده.

پژواک خبري اژانس د هېواد په ۱۶ ولایتونو (کاپیسا، پروان، فاریاب، بادغیس، کندوز، فراه، کونړ، بدخشان، تخار، نورستان، پکتیکا، بغلان، لغمان، غزني، پنجشېر او میدان‌وردګو) کې د عامې روغتیا له ریاستونو وپوښتل چې په دولتي روغتونونو او نورو دولتي روغتیایي مرکزونو کې څومره متخصص ډاکټران شته او څومره نورو ته اړتیا ده؟

راټول شوي معلومات ښیي چې په یادو ولایتونو کې ټول ۳۶۷ متخصص ډاکټران پر دندو بوخت دي چې ۲۹۹ یې نارینه او ۶۸ یې ښځې دي.

د سیمه‌ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، په کاپیسا کې شل نارینه او شپږ ښځینه، په پروان کې ۱۶ نارینه او ۶ ښځینه، په فاریاب کې ۱۷ نارینه او درې ښځینه، په بادغیس کې نهه نارینه او درې ښځینه، په کندوز کې لس نارینه او یوه ښځینه، په فراه کې ۱۶ نارینه او دوه ښځینه، په کونړ کې ۱۷ نارینه او دوه ښځینه، په بدخشان کې ۲۲ نارینه او اته ښځینه، په تخار کې ۳۵ نارینه او ۱۲ ښځینه، په نورستان کې ۷ نارینه، په پکتیکا کې ۲۳ نارینه او دوه ښځینه، په بغلان کې ۲۶ نارینه او شپږ ښځینه، په لغمان کې ۲۱ نارینه او درې ښځینه، په غزني کې ۲۵ نارینه او څلور ښځینه، په پنجشېر کې څلور نارینه او په میدان‌وردګو کې ۳۱ نارینه او لس ښځینه متخصص ډاکټران په دولتي روغتونونو کې پر دندو بوخت دي.

د معلوماتو له مخې، نورستان او پنجشېر هغه دوه ولایتونو دي چې هیڅ ښځینه متخصصه ډاکټره نه لري.

د یادو ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو د معلوماتو له مخې، په نهو ولایتونو کې ۷۱ نارینه او ۳۶ ښځينه متخصصو ډاکټرانو ته اړتیا ده، څو خلکو ته په ښه توګه روغتیایي خدمات ورسېږي.

د سیمه‌ییزو سرچینو معلوماتو له مخې، په کاپیسا کې ۲۳ نارینه او ۷ ښځینه، پروان کې لس نارینه او پنځه ښځینه، فاریاب کې دوه نارینه او پنخه ښځینه، په کندوز کې دوه نارینه او یوه ښځینه، په تخار کې شپږ ښځینه، په نورستان کې شپږ ښځینه او یو نارینه، په پکتیکا کې دوه نارینه، په غزني کې ۲۶ نارینه او نهه ښځینه او په پنجشېر کې دوو ښځینه متخصصو ډاکټرانو ته اړتیا ده.

خو د بادغیس، فراه، کونړ، بدخشان، لغمان، میدان‌وردګ او بغلان ولایتونو چارواکو ویلي چې په یادو ولایتونو کې اوسنیو شته روغتونونو ته په پام، نورو متخصصو ډاکټرانو ته اړتیا نه لري.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان وایي، د هېواد په کچه د دغه وزارت په رسمي تشکیل کې شاوخوا پنځه زره متخصص ډاکټران دي چې دېرش سلنه یې ښځینه ډاکترانې دي.

هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې چې دا مهال د هېواد په کچه په دولتي روغتونونو کې څومره نورو متخصصو ډاکټرانو ته اړتیا ده؟ وویل چې په دې اړه کومه سروې نه ده شوې، خو په پلان کې ده چې سږ کال  وشي.

هغه زياته کړه، عامې روغتيا وزارت ٣٠زره رسمي تشکیل لري او د ١٤٠١ کال له پيله تر اوسه شاوخوا اووه زره نوي کسان ګومارل شوي چې نيمايي يې ښځې دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر قلندر عباد سږ کال ‎د زمري په ۲۹مه ملت ته د حکومت د حساب ورکولو په پروګرام کې وویل، سږ کال ۵۵۰۰ نوي کسان جذبوي ‎او هڅه به وشي چې ډېره برخه ښځو ته ورکړل شي؛ ځکه دا مهال د ښځو په برخه کې هغسې خدمتونه نشته له څنګه چې ورته اړتیا ده.

هغه څرګنده کړه، په تېرو دوو کلونو کې په بېلابېلو برخو کې ګڼ شمېر ښځينه ډاکټرانې جذب شوې او د دغه پروګرام له بشپړېدو وروسته به خلکو ته خدمت وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې له سیاسي تحول وروسته یو شمېر ډاکټران او متخصصین هم له افغانستانه ووتل او د روان کال په پيل کې د عامې روغتیا وزارت په بهر کې د مېشتو افغان ډاکټرانو، په ځانګړې توګه له متخصصینو وغوښتل چې بېرته هېواد ته راستانه شي.

د درملو او لازمو طبي تجهیزاتو کمښت

د يو شمېر ولسواليو اوسېدونکي وايي چې د اړينو طبي تجهیزاتو د کموالي یا نشتوالي له امله اړ دي چې خپل ناروغان د درملنې لپاره د ولايتونو مرکزونو ته ولېږدوي.

د بلخ د چهاربولک ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالمجيد چې خپله مېرمن يې د درملنې لپاره د دغه ولايت مرکز ته راوړې وايي: «په روغتونونو کې درمل ډېر کم دي او یا بیخي نه شته، کله چې موږ درملو ته اړتيا لرو، موږ ته وايي چې درمل نه شته، موږ له مسوولینو غواړو چې د دې ستونزې حل ته پاملرنه وکړي.»

د غور ولايت یو اوسېدونکى ګل‌احمد چې خپل ناروغ ورور يې د هرات حوزوي روغتون ته راوړى، د روغتيايي خدمتونو له کمښته شکايت کوي او وايي: «زياتره وخت درمل له بیرونه اخلو، له نورو خلکو نه یم خبر‎ خو د غور خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، په تېره زه، زما یو زوی ناروغ و، د دوه زره افغانیو درمل مې له بیرونه راوړل، معاینه مې یې بیرونه وکړه، په روغتون کې مې یو سي‌ټي‌سکن وکړ او په بدل کې مې یې ۵۰۰ افغانۍ ورکړې.»

د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب ډاکتر محمدعارف جلالي وايي چې د لابراتواري تجهیزاتو او د «سي‌ټي‌سکن» او «سنوګرافي» ماشینونو کمښت شته دی.

هغه وويل: «موږ هره ورځ په منځني ډول د سي‌ټي‌سکن برخې ٥٠ ناروغان لرو، خو د ماشنونو د کمښټ له امله یوازې د ٢٠ ناروغانو تشخيص کولای شو.»

په ورته مهال، د هرات د حوزوي روغتون د درملتون مسوول جلیل‌احمد همدرد وايي: «موږ ۲۲۰ قلمه مصرفي درمل درلودل او دا مهال هیڅ ډول درمل نه لرو، څلور – پنځه میاشتې کېږي چې موږ ته درمل نه دي رسېدلي، روغتون ډېرې ستونزې لري، موږ د خپلو ناروغانو لپاره درمل نه لرو، ډېری ناروغان خپل درمل له بیرونه ‎راوړي.»

د سره صليب نړۍوالې کمېټې وياند پروېزاحمد فيضي وايي چې د هغو اقتصادي ستونزو له امله چې دغه کمېټه په نړۍواله کچه ورسره مخ ده، د روان کال په اپرېل مياشت کې يې د هرات د حوزوي روغتون په ګډون یې له روغتونونو سره خپلې مرستې بندې کړې دي.

د عامې روغتیا وزارت: د ستونزو هواري لپاره هڅې روانې دي

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر قلندر عباد د روان کال د زمري میاشتې په ۲۹مه ملت ته د حکومت د حساب ورکولو په پروګرام کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې په ولایتونو کې روغتیايي مرکزونه د امکاناتو له کمښت سره مخ دي، وویل: «په دې کې هیڅ شک نه شته او څوک پرې‎ سترګې نه شي پټولای، زموږ یو شمېر پروژې د نړۍوالو مرستندويه ادارو اړوند کېږي چې له امله يې موږ کله ناکله له ستونزو سره مخ کېږو، د دې اصلي لامل هم دا دی چې موږ غواړو خپلو خلکو ته معياري خدمتونه ورسوو، خو کله چې د دوی پلان وګورو، په هغه کې دا ډول خدمات نه شته، موږ دا ستونزې له شلو کلونو راهیسې درلودې او اوس له دغو ستونزو دومره نه ‎یو راوتلي چې حل شوې وي، موږ د دغو ستونزې لپاره پرمختیایي بودجه هم په پام کې نیولې او ژر به په دغو ولایتونو کې د روغتیايي خدمتونو د کمښت ستونزې هوراې شي.»

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وايي: «موږ په افغانستان کې ۴۰۰ ولسوالۍ لرو، خو د خواشینۍ ځای دی چې په تېرو وختونو کې یوازې او یوازې په ۹۰ ولسوالیو کې د ولسوالۍ په کچه یا “دستریک لېول هسپټال” جوړيدل، اوس تاسو خپله فکر کولای شئ چې په ولایتونو، کلیو بانډو یا د ولسوالیو په کچه به روغتیایي خدمتونه څومره اغېزمن وي، په داسې حال کې چې ستاسو نږدې ۳۰۰ ولسوالۍ د ولسوالۍ په کچه یو روغتون یا کلینیک ونه لري، د ۳۰۰ ولسوالیو خلک د روغتیايي خدمتونو لپاره چیرته لاړ شي؟ مګر الحمدالله موږ د عامې روغتیا د وزارت د ظرفیت پر اساس هڅه وکړه چې ډېر ژر په دوو فازونو کې په ۳۰۰ ولسوالیو کې د کلینیکونو جوړولو کار پیل کړو چې په هغو کې موږ څلور مهمې برخې عمومي جراحي، عمومي داخله، نسایي ولادي او د ماشومانو برخې په پام کې نیولي، زموږ متخصصین به په یادو ۴۰۰ کلینیکونو کې د ولسوالۍ په کچه خپل فعالیتونه پیل کړي، ان‌شا‌ءالله که د خدای رضا وه.»

د عامې روعتیا وزارت ویاند ډاکتر شرافت زمان وايي: «د تېر حکومت چارواکو خپله ویلي وو چې د هېواد ۴۰ سلنه جغرافیه سپینه ساحه ده؛ یعنې د دې ساحې خلکو ته روغتیايي خدمتونه نه دي رسېدلي، خو که په حقیقت کې وګورو د افغانستان ۵۰ سلنه ساحې ته روغتايي خدمات نه وو رسېدلي، خو الحمدالله اوس ۳۰۰ نوي روغتايي مرکزونه جوړ شوي او روغتیايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی ډېر شوی دی.»

هغه وايي، له روغتایي خدماتو په بې‌برخې سیمو کې ۵۰۰ ګرځنده ټېمونه ګومارل شوي څو خلکو ته روغتايي خدمتونه وړاندې کړي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وایي چې د هېواد په کچه په ټوله کې ۴۲۵۸ روغتیايي مرکزونه شتون لري او یاد وزارت په ټوله کې یو سلو یوولس زره تشکیل لري چې ۲۲ سلنه یې ښځینه کارکوونکې دي.

Views: 149

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version