ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یو شمېر خلک: حکومت دې اروزګان کې د تاریخي ځایونو ساتنې او خوندیتوب ته پاملرنه وکړي

25 Sep 2023 - 11:53
25 Sep 2023 - 11:53

ترینکوټ (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۲): د اروزګان ولایت یو شمېر اوسېدونکي وایي، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ځینې تاریخي سیمې لا هم د غاصبینو په ولکه کې دي چې باید بېرته راوګرځول شي.

د ارزوګان د دهراوود ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالشکور کریمي وایي، د دوی په سیمه کې یو شمېر خلکو تاریخي سیمې غصب کړې چې حکومت یې باید ساتنې ته پاملرنه وکړي او بېرته یې راوګرځوي.

هغه وویل، دهراوود کې کلا مرچه، سره کلا او سلیمان تخت درې هغه تاریخي ساحې او ابدې دي چې زرګونه کلونه تاریخي مخینه لري.

نوموړی وايي، حکومت دې یادې تاریخي ساحې احاطه کړي څو د غصب مخه یې ونیول شي او خوندي شي.

د مرکز ترینکوټ د مهراباد سیمې اوسېدونکي عبدالله وویل، د دوی په سیمه کې د کافر کلا په نوم تاریخي ابده شته چې شاوخوا یوه پېړۍ لرغنتیا لري.

هغه زیاته کړه، کافر کلا شاوخوا یوه پیړۍ وړاندې د انګرېزانو د اشغال پر مهال د سیمې پر یوه لوړه او ستراتیژیکه سیمه جوړه شوې ده.

د عبدالله په خبره: «دغه کلا د ۳۰۰ متره لوړې غونډۍ پر سر داسې جوړه شوې چې څو جنګي برجونه، د وسلو زېرمې، د اسونو د ساتلو ځای او جنګي مورچې لري.»

خو هغه وویل چې هلته له تېرو څو کلونو راهیسې د ځمکو غصب او د کورونو جوړول روان دي چې د دې تاریخي کلا ارزښت یې زیانمن کړی دی.

دی وایي چې د غصب لړۍ اوس هم روانه ده او اړوند چارواکې یې باید مخنیوی وکړي.

دغه راز د چورې ولسوالۍ د سنګر سیمې یو اوسېدونکی نعمت‌الله وايي، د دوی په سیمه کې د مزار چینې، تورې چینې او نیازو تپې په ګډون ګڼ تاریخي ځایونه شته چې ځیني يې د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.

هغه وايي چې تاریخي سیمې د یوه هېواد او ملت هویت ګڼل کېږي او په وینا يې، حکومت دې د داسې ځایونو ساتنې ته ډېره پاملرنه وکړي.

اروزګان کې مسوولین هم د خلکو اندېښنې پر ځای بولي خو ډاډ ورکوي چې د تاریخي ځایونو او ابدو ساتنې برخه کې جدي دي.

د اروزګان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس قاري اغاولي قریشي پژواک ته وویل، په دغه ولایت کې ۳۶ تاریخي ځایونه ثبت دي او دوی یې خوندیتوب او ساتنې ته ژمن دي.

هغه وايي: «د امیرالمومنین حفظه‌الله له خوا د تاریخي ابدو او ساحو ساتنې او حفاظت برخه کې یو ځانګړی فرمان دی او ممکن ټولو ادارو ته تکثیر شوی هم وي.»

نوموړي زیاته کړه، دوی به د مشرتابه د فرمان په رڼا کې د ټولو تاریخي ځایونو ساتنې ته جدي پاملرنه کوي او هيچا ته اجازه نه ورکوي چې زیان ور ورسوي.

دی وايي: «د مرکز ترینکوټ په مهراباد سیمه کې د کافرکلا په نوم یوه تاریخي ابده شته چې ځیني حدود یې د ځایي اوسېدونکو له خوا غصب شوي خو په دې برخه کې یې د غصب مخنیوي کمېټې ترڅنګ ولایت مقام او امنیې قوماندانۍ ته پیشنهادونه کړي او د ولایت مقام له خوا پر اړوندو ادارو احکام شوي دي.»

نوموړي دغه راز وویل، په یو شمېر سیمو کې د ځایي خلکو له خوا د تاریخي سیمو د غصب لړۍ روانه ده خو د مخنیوي لپاره یې جدي هڅې پیل شوې دي.

د قریشي په خبره، له امنیې قوماندانۍ او کرنې له ریاست سره په ګډه یې پر یوې تګلارې کار پيل کړی چې په عملي کېدو به یې نه یوازې د غصب مخه ونیول شي، بلکې د ساتنې لپاره به یې هم لازم اقدامات ترسره شي.

د اطلاعات او فرهنګ ریاست ډاډ ورکوي چې د اړوند وزارت او همکارو بنسټونو په مرسته به د دغه ولایت تاریخي ځایونه او ابدې ورغوي او خوندي کړي.

د یادونې ده، افغانستان یو لرغونی او تاریخي هېواد دی چې په ډېر شمېر لرغونې اثار، تاریخي سیمې او ابدې لري او یو شمېر یې د یونیسکو له سازمان سره ثبت دي.

Views: 125

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version