فیروزکوه (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۲): د غوره امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت د چارسدې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او څلور نور ټپيان شوي دي.
د غور امنیې قومانداني ویاند عبدالرحمن بدري پژواک خبري اژانس ته وویل: «تېره ورځ ناوخته د غور د چارسدې ولسوالۍ د تګابطاق کلي په کنک کوتل کې یو سراچه موټر له سړکه وتلی او چپه شوی چې له امله یې دوه کسان مړه او څلور نور ټپيان شوي دي.»
بدري د یادې پېښې د یوه ټپي روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ وباله او زیاته یې کړه چې د پېښې ټپيان د امنیتي ځواکونو له لوري د غور ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
نوموړي د یادې پېښې لامل د سړک خرابوالی ښودلی دی.
Views: 8
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن