مهترلام (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۲): د لغمان امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مربوطاتو کې د کابل-جلالاباد پر لویه لار څلور کسان د ۴۰ کیلوګرامه شیشې د قاچاق په تړاو نیول شوي.
د لغمان د امنیې قوماندانۍ ویاند یونس یوسفزي نن (د تلې ۸ مه) پژواک خبري اژانس ته وویل، د کابل ـ جلالاباد پر لویه لار د ۷ نمبر شهرا پولیسو تېره شپه څلور د نشهیي توکو قاچاقکوونکي نیولي دي.
د یوسفزي په خبره، له یاد قاچاقکوونکو سره ۴۰ کیلو ګرامه شيشه، ۶۲ زره او ۵۰۰ پاکستانۍ کلدارې او یو عراده فیلډر موټر ترلاسه شوي دي.
هغه وايي، دغه نشهيي توکي له هلمند ولایته راوړل شوي وو او دوی غوښتل ننګرهار ته يې انتقال کړي چې ونیول شول.
نوموړي وویل، نيول شوو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی دی.
Views: 58
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن