ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هند کې د افغانستان سفارت وتړل شو

په هند کې د افغانستان سفارت وتړل شو

author avatar
1 Oct 2023 - 06:15
په هند کې د افغانستان سفارت وتړل شو
author avatar
1 Oct 2023 - 06:15

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۹ تله ۱۴۰۲): په نوي ډيلي کې د افغانستان سفارت مسوولین وایي، د هند بهرنیو چارو وزارت نه همکارۍ او له سپکاوي ډک چلند له امله یې سفارت وتاړه او د دغه هېواد له حکومته یې غوښتي چې چارې یې سمبال کړي.

له دې دوه ورځې مخکې سفارت په یوه یادښت کې چې د هند بهرنیو چارو وزارت ته استولی و، ویلي وو چې د اکتوبر له لومړۍ نېټې سفارت تړي.

سفارت د تلې په اتمه په یوه بله خبرپاڼه کې ویلي چې دوی د سفارت تړلو پرېکړه د هند د حکومت نه ملاتړ او په کابل کې د یوه فعاله حکومت نه شتون له امله کړې ده.

سرچینې زیاته کړې، دا هغه لاملونه دي چې دوی افغانانو ته سم خدمات نه شو وړاندې کولی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د کوربه هېواد له خوا د ډیپلوماتانو  د ویزو نه تمدید، د ښې کاري فضا او ملاتړ نشتوالی د دوی کارونه له ځنډ او خنډ سره مخ کړي وو.

سفارت ویلي: «دغو شرایطو ته په کتو په ډېرې خواشینۍ سره مو دا پرېکړه وکړه چې کوربه هېواد ته د ماموریت تر ساتلو پورې یوازې په محدوده کچه قونسلي خدمات ترسره او نورې ټولې چارې وتړل شي.»

د افغانستان سفارت د هند له حکومته غوښتي چې د دوی هغو څلورو غوښتنو ته پامرنه وکړي چې د سپټمبر په ۲۵مه نېټه د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په نوم استول شوي یادښت کې یې یادونه شوې ده.

د افغانستان سفارت د هند له حکومته غوښتي چې د ویانا کنوانسیون د احکامو له مخې، په نوې ديلي او بمبيي کې د افغانستان د ډیپلوماتیکو ماموریتونو د ملکیتونو ساتنې مسوولیت پر غاړه واخلي.

سرچینې زیاته کړې چې د هند حکومت دې د هند افغانستان وجهي صندوق په حسابونو کې ۴۰ میلیونه هندي روپۍ چې شاوخوا ۵۰۰ زره امریکایي ډالر کېږي، ساتنه دې هم وکړي.

دغه راز د سفارت له خوا به د وسایطو، کمپیوټرونو، ټاپو، رسمي اسنادو او نورو شتمنیو تفصیلي لېست هم د بهرنیو چارو له وزارت سره شریک شي.

په یادښت کې د هند له حکومته غوښتنه شوې چې د هغو ډیپلوماتانو په ګډون چې په مې میاشت کې یې ویزې پای ته رسېدلې، ټولو ډیپلوماتانو ته د وتلو لپاره اجازه لیکونه صادر کړي، څو دوی له خپلو کورنیو سره له هنده ووځي.

سفارت ویلي، ډیپلوماتانو ته د ویزو نه تمدید په خپله په سیستماتیک ډول د دوی پر فعالیتونو فشار راوړل وو.

په یادښت کې راغلي، په افغانستان کې د جمهوریت له ړنګېدو وروسته د دوی کارکوونکو په سختو شرایطو کې خدمات وړاندې کړل او دا یې ثابته کړه چې د افغانستان استازیتوب ته دوام ورکولای شي.

سرچینې زیاته کړې، د کابل له خوا د عملیاتي مالي مرستو له پرې کېدو وروسته سفارت خپل ټول کارکوونکي له دندو لرې کوي، تر هغه چې په افغانستان کې «یو مشروع حکومت» رامنځته شي.

د افغانستان سفارت د هند له حکومته غوښتي چې د افغانستان سفارت پر ودانۍ درې رنګه بیرغ رپانده وساتي.

هندي رسنیو د دغه هېواد د حکومتي سرچینو په حواله خبر ورکړی و چې افغان ډیپلوماتانو په غربي هېوادونو کې پناه اخیستې ده؛ ځکه یې سفارت تړل کېږي.

خو د افغانستان سفارت په دې خبرپاڼه کې دا ادعا رد کړې ده.

[/restrict]

Views: 887

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.