مهترلام (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۲): د لغمان د چاپېریال ساتنې ریاست وایي چې د دوی او امنیتي ادارو په هڅو په دغه ولایت کې ۵۲ بېلابېل ډول مرغان بېرته طبیعت ته پرېښودل شول.
د لغمان د چاپېریال ساتنې ریاست مطبوعاتي مسوول ناصر جمال د تلې په ۱۰مه پژواک خبري اژانس وویل، تېره ورځ د مهترلام ښار له یو شمېر مرغان پلورونکو ۵۲ بېلابېل ډول مرغان راټول او د اړوندو امنیتي ادارو د مسوولینو په حضور کې بېرته طبیعت ته پرېښودل شول.
هغه وویل، په ازاد شوو مرغانو کې دوه شاهین، ۳۰ باښې او ۲۰ بادخورک شامل وو.
جمال له خلکو وغوښتل څو د مرغانو له ښکاره لاس واخلي کنه قانوني چلند به ورسره وشي.
په ورته مهال د مهترلام ښار اوسېدونکی عبدالله شینواری د چاپېریال ساتنې ریاست د دغه اقدام هرکلی کوي او وایي، طبیعت پر مرغانو ښکلی دی چې باید ونه نیول شي.
نوموړی زیاتوي: «ډېری مرغان پېژنم لکه چڼچڼې، شامتورې، قزلاق او ځیني نور چې د ښکار له امله یې نسلونه بالکل ورک شوي، حکومت دې په دې برخه کې جدي و اوسي.»
د لغمان د چاپېریال ساتنې ریاست دغه راز وايي چې په دې برخه کې یې څو ځلې له ښکاریانو سره د ښکار مخنیوي په موخه ناستې کړې دي.
Views: 103
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن