ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

منصور: نړۍوال سازمانونه دې د افغانستان د اوبو مدیریت کې مرسته وکړي

منصور: نړۍوال سازمانونه دې د افغانستان د اوبو مدیریت کې مرسته وکړي

author avatar
5 Oct 2023 - 15:28
منصور: نړۍوال سازمانونه دې د افغانستان د اوبو مدیریت کې مرسته وکړي
author avatar
5 Oct 2023 - 15:28

کابل (پژواک، ۱۳ تله ۱۴۰۲): د اوبو او انرژۍ وزارت وایي چې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر رییس د دغه وزارت له سرپرست سره په لېدنه کې د اوبو د مدیریت پروژو د پلې کولو په برخه کې لېوالتیا ښودلې ده.

دغه وزرات نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو (UNOPS) د دفتر له عمومي ریيس نیکلولاس جورج سره لیدلي دي.

سرچینې ویلي، په دې ناسته کې په افغانستان کې د اوبو د مدیریت پروژو د پلې کولو په برخه کې د همکارۍ په هکله بحث شوی دی.

سرچینه زیاتوي، په دې لېدنه کې د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر په هېواد کې د وچکالۍ وضعیت او د اوبو سرچینو مخ پر زیاتېدونکي کمښت ته اشاره وکړه او ویې ویل، په اوسنیو شرایطو کې اړتیا ده چې نړۍوال سازمانونه د افغانستان له خلکو سره د اوبو د مدیریت په برخه کې مرسته وکړي.

منصور زیاته کړه: «د اوبو پروژو په پلي کولو کې به د اوبو او انرژی وزارت له دوی سره د تخنیکي معلوماتو په شریکولو او د پروژو د غوره مدیریت په برخه کې هر راز همکاري وکړي.»

د سرچینې د معلوماتو له مخې، افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر عمومي ریيس هم د اوبو د مدیریت پروژو د پلي کولو په برخه کې لېوالتیا څرګنده کړه او په افغانستان کې یې د بیړنیو پروژو د ور پېژندلو ترڅنګ، له وزارته د پروژو پلي کولو کې د تخنیکي همکاري غوښتنه وکړه.

Views: 43

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.