ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې د سوالګرو ټولولو کمپاین پیل شو

7 Oct 2023 - 14:55
7 Oct 2023 - 14:55

پل‌علم (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۲): د لوګر امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې د سوالګرو ټولولو کمپاین پیل شوی دی.

د لوګر امنیې قوماندانۍ ویاند احمدالله انس پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېرې ورځې راهیسې په مرکز پل‌علم او ځینو ولسوالیو کې د سوالګرو ټولولو کمپاین پیل شوی دی.

انس زیاته کړه چې امنیتي ځواکونو د دغه کمپاین په ترڅ کې تر اوسه ۵۰ سوالګر ټول کړي دي.

هغه دغه راز وویل، هڅه کېږي په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې پاتې سوالګر – چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي – تر راتلونکو درېیو ورځو راټول کړي او د څېړنو لپاره امنیې قوماندانۍ ته ولېږدول شي.

هغه وویل: «هغه سوالګر چې د امنیې قوماندانۍ له لوري راټول شوي او یا هم راټولېږي، د څېړنو پر مهال به کوم کسان چې په رښتیا اړ او بېوزله دي، د افغاني سرې میاشتې ټولنې په مرسته به ورسره د خوراکي او غیرخوراکي توکو میاشتنۍ دوامداره مرسته کېږي او کوم کسان چې حرفوي سوالګر وي، هغوي به تر هغه پورې زندان کې ساتل کېږي، څو چې دولت ته باوري تضمین ورکړي چې بیا به سوال او ګدایي نه کوي.»

د لوګر ولایت اوسېدونکي هم د دغه کمپاین پیل ته خوښ دي.

د مرکز پل‌علم ښار یوه اوسېدونکي سمسور پژواک ته وویل، د پخوا په پرتله د لوګر په مرکز پل‌علم ښار او د کابل – ګردېز پر لویه لار د ښځو او کم‌عمره ماشومانو سوالګرو شمېر ډېر شوی دی.

هغه وايي، دولت ته په کار ده چې دغه کسان راټول کړي او له بایوميټریک وروسته ورته د کار او مرستې اسانتیاوې برابرې کړي.

نوموړي وویل، ډېر سوالګر له پلازمېنې کابل د لوګر مرکز او ولسوالیو ته راځي او بیا ټوله ورځ په ښار، واټونو او څلورلارو کې سوال کوي.

باید وویل شي چې د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د سوالګرو ټولولو کمپاینونه ترسره شوي دي.

Views: 23

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version