خوستښار (پژواک، ۳ لړم ۱۴۰۲): خوست کې د یوه ګډ دولتي پلاوي له لوري د سوالګرو ټولولو کمپاین پيل شو.
د ولايتي مسوولينو په وينا، د سوالګرو ټولولو په دې لړۍ کې تر دې دمه ۸۰ سوالګر چې مېرمنې، سپينږيري، ځوانان او ماشومان په کې شامل دي، د ښار له بېلابېلو برخو راټول شوي دي.
د معلوماتو له مخې، ياد کمپاین د یوه ګډ دولتي پلاوي تر څارنې لاندې پيل شوی چې د ولایت مقام، امنیې قوماندانۍ، استخباراتو، لومړۍ پلې لوا، د عامې روغتیا او د سرې میاشتې رياستونو استازي په کې ګډون لري.
د خوست امنيې قوماندانۍ وياند طاهر احرار پژواک خبري اژانس ته وويل، تر اوسه راټول شوي سوالګر د خوست ترڅنګ د لوګر، کابل، کندوز او بادغیس ولایتونو اوسېدونکي دي.
هغه زياتوي: «د سوالګرو ټولولو لړۍ به تر هغه دوام ولري څو چې د اړمنو او نااړمنو سوالګرو تشخیص نهایي شوی نه وي؛ د اسلامي امارت ټول ارګانونه د ژوند په هره برخه کې د ټولو هغو کړنو د مخنیوي هڅه کوي چې خلکو ته د فزیکي او ذهني ناارامۍ سبب کېږي.»
ورته مهال، د خوست سرې مياشتې رييس مفتي زينالعابدين بيا وايي، د سوالګرو ټولولو دغه کمپاین کې اړمن کسان بایومټریک کېږي او د سرې میاشتې رياست په چوکاټ کې ورته هره میاشت ممکنه مرسته ورکول کېږي.
هغه پژواک ته وويل، هغه سوالګر چې د ارزونې په دې پروسه کې اړمن ثابت نه شول، کورونو ته لېږل کېږي او په ښار کې یې د سوال کولو مخه نیول کېږي.
بل لور ته، د خوست یو شمېر اوسېدونکي په ښار کې د سوالګرو ټولولو لړۍ ستايي.
د خوست یوه اوسېدونکي رحمن ارمان پژواک ته وويل، حکومت او نړۍوالو موسسو ته په کار ده چې اړمنو سوالګرو ته د مناسبې طرحې له لارې د کار زمینه برابره کړي څو بیا سوال کولو ته اړ نه شي.
هغه وايي: «دغه ګډ کمېسیون چې د سوالګرو ټولولو لپاره جوړ شوی، اغېزناک دی خو بیا هم هغه موسسات او دولتي ارګانونه باید د سوالګرو ټولولو لپاره یو ښه ميکانيزم برابر کړي څو همدغه سوالګر په ځينو وظایفو بوخت کړي څو د ځان او کورنۍ لپاره حلاله نفقه وګټي.»
د دغه ولایت یو بل اوسېدونکی دینمحمد ځلاند هم وايي، په ښار کې ځيني کسان د ناوړه موخو لپاره سوال کوي چې په دې پروسه کې به رښتیني سوالګر معلوم شي.
هغه زياته کړه: «ښه اقدام دی، په دې سره به د مستحقو او غیر مستحقو اشخاصو ترمنځ تفکیک وشي او له بلې خوا د جنايي جرمونو او اخلاقي مسایلو پر ضد جرایمو اصلي لامل فقر او بېوزلي وي، نو د جرم دغه لامل به هم له منځه تللی وي.»
د یادونې ده، له دې مخکې ورته کمپاینونه د هېواد په نورو ولایتونو کې هم ترسره شوي دي.
Views: 91
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن