خوستښار (پژواک، ۱۵ غويی ۱۴۰۳): د خوست حکومتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د سوالګرو ټولولو کمپان پيل کړی دی.
ولایتي مسوولین وايي، د سوالګرو ټولولو دغه لړۍ چې څو ورځې به دوام وکړي، په ترڅ کې به يې په خوست ښار او ولسواليو کې ټول سوالګر راټول شي.
د سوالګرو ټولولو لپاره د جوړ شوي ځانګړي کمېسيون مشر وليشاه خان پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن په لومړۍ ورځ يې د خوست له ښاره سل سوالګر چې ماشومان هم په کې شامل دي، ټول کړي دي.
هغه وويل، مستحقو سوالګرو ته به په میاشتني ډول پیسې ورکول کېږي او هغه سوالګر چې کار کولای شي، اړوند ادارو ته به د کار په موخه وروپېژندل شي.
هغه زياته کړه: «د کومو کسانو چې سوال یې کسب ګرځېدلی وي، هغه به محاکمو ته معرفي کېږي، هغه خلک چې یقیني مستحق وي، هغوی ته به میاشتنی معاش ټاکل کېږي؛ که داسې غریب وي چې د ناروغۍ له وجې سوال کوي، هغه به عامې روغتیا ریاست ته معرفي شي او بل چې په صورت روغ وي، هغه به ښاروالۍ او د کار او ټولنیزو چارو ریاست ته د کار لپاره معرفي شي.»
دغه راز، یوه سوالګر نياز بيا پژواک ته وويل، د مجبورۍ له کبله یې سوال ته مخه کړې خو اوس خوشاله دی چې له تثبیت وروسته به پیسې ورکول کېږي.
هغه وويل: «له مجبورۍ مې سوال کاوه، اوس باید کارت راته جوړ کړي، تنخوا راکړي، ډېرې ستونزې به مو حل شي او ژوند به مو ښه شي.»
يوه بل سوالګر عظيم هم وويل: «اوس ښه وشول چې موږ ته کارت جوړ شي، زه غواړم چې کارت راته جوړ کړي، تنخوا راکړي، سوال مې د پیسو لپاره کاوه، زه خو مست نه وم.»
بل لور ته د خوست اوسېدونکي هم د سوالګرو ټولولو په اړه اقدام ستايي او زیاتوي حکومت ته په کار ده چې یاد سوالګر بېلابېلو ادارو او موسسو ته د مرستو او همکارۍ لپاره معرفي کړي.
د خوست یوه اوسېدونکي ګلولي پژواک ته وويل، مستحقو سوالګرو ته دې کار پیدا شي او هغه سوالګر چې کار نه شي کولی، اړوند ادارې دې په میاشتني ډول پیسې ورته وټاکي.
هغه وايي: «دغو سوالګرو سره خلک ډېر په تکلیف کې وو، له لمنو به یې نیولي وو، له دولته ډېره مننه چې هغوی یې ټول کړل، مسحق خلک به موسساتو ته وروپېژني.»
د یادونې ده، له دې مخکې هم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ډېری سوالګر ټول شوي وو چې ځيني مستحق پېژندل شوي او د افغاني سرې میاشتې په چوکاټ کې ورته مرستې ورکول کېږي.
Views: 15
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن