ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نن کابل ښار کې د تېرو اووه ورځو په نسبت د قزاقي اوړو او نفتي توکو بیې ټیټې شوې دي

نن کابل ښار کې د تېرو اووه ورځو په نسبت د قزاقي اوړو او نفتي توکو بیې ټیټې شوې دي

author avatar
7 Oct 2023 - 17:41
نن کابل ښار کې د تېرو اووه ورځو په نسبت د قزاقي اوړو او نفتي توکو بیې ټیټې شوې دي
author avatar
7 Oct 2023 - 17:41

کابل (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۲): نن کابل ښار کې د ۷ ورځو په نسبت د افغانیو پر وړاندې د امریکایي ډالرو د ارزښت د ټیټېدو ترڅنګ د قزاقي اوړو، نفتي توکو او سروزرو بیې ټیټې شوې دي.

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د «صداقت» صرافۍ مالک حاجي حسین پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د یوه امریکایي ډالر د پېر بیه ۷۵.۳۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۶۰ افغانۍ تبادله کېږي.

دا په داسې حال ده چې د تلې په ۸مه یو امریکایي ډالر په ۷۷ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۶۰ افغانۍ تبادله کېدې.

هغه د مرکزي بانک له لوري د ډالرو د پلور ډېرېدل او د ملګرو ملتونو له خوا بشردوستانه مرستې د افغانیو په وړاندې د ډالرو د ارزښت د ټیټېدلو لاملونه بولي.

د نفتي توکو بیې ټیټې شوې دي

د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي وویل چې نن د تېرو اووه ورځو په نسبت د یوه لېټر پټرولو بیه له ۸۲ څخه ۷۸ او د یوه لېټر ډیزلو بیه له ۷۶ څخه ۷۴ افغانیو ته ټیټه شوې ده.

دغه راز د کابل ښار د کلوله پشته سیمې یو ګاز پلورونکی محمدشریف وایي چې نن د تېرو اووه ورځو په نسبت یو کیلوګرام ګاز بیه له ۶۱ څخه ۶۰ افغانيو ته ټیټه شوې ده.

د نفتي توکو دغه پلورونکي د یادو توکو د بیو د ټیټېدو په اړه وايي چې بازار کې ډیزل او پټرول ډېر دي او دغه راز د افغانیو په وړاندې د امریکایي ډالرو د ارزښت د ټیټېدو له امله د نفتي توکو بیې ټیټې شوې دي.

د قزاقي اوړو بیې ټیټې شوې دي

کابل کې د خوراکي توکو اتحادیې رییس زمري صافي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د تېرو اووه ورځو په پرتله نن د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه له ۱۷۵۰ څخه ۱۶۸۰ افغانیو ته ټیټه شوې ده.

هغه وایي چې د تورخم دروازې له پرانیستلو او د افغانیو په وړاندې د امریکایي ډالرو د ارزښت د ټیټېدو له امله د قزاقي اوړو بیه ټیټه شوې ده.

نوموړی وايي چې د تېرو اووه ورځو په نسبت نن په عمده ډول ۲۴ کیلوګرامه پاکستانۍ لومړۍ سیله وریجو بیه ۲۷۰۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې بیه ۳۴۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېټره مالیزیایي غوړي په ۱۴۵۰ افغانۍ، یوه کیلوګرام تور افریقایي چای ۴۰۰ افغانۍ او یوه کیلوګرام شین اندونیزیایي چای په ۳۵۰ افغانۍ دي.

د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په دهن باغ سیمه کې د خوراکي توکو یوه پرچون پلورونکي حامد صوفي‌زاده وویل، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۷۳۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۷۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندي بوره په ۳۵۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۵۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د سروزرو بیې هم ټیټې شوې دي

د کابل ښار په تیمور شاهي کې د سروزرو یوه پلورونکي محمدفواد وویل، نن د ۷ ورځو په پرتله یو ګرام ٧٥٠ عیار عربي سروزرو بیه له ۴۰۰۰ نه ۳۸۵۰ افغانیو او د یو ګرام ۵۸۵ عیار روسي سروزرو بیې له ۳۲۰۰ نه ۳۰۰۰ افغانیو ته ټیټه شوې ده.

د سروزرو د پلورونکو په خبره د کابل په بازارونو کې د سروزرو بیې په نړۍوالو بازارونو د هغو د بیو له تغییر سره اړیکه لري.

 

Views: 58

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.