[restrict paid=”true”]
کابل ( پژواک ۱۶ تله ۱۴۰۲) د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي چې له ازادۍ او مقدساتو هر ډول دفاع او مقاومت د فلسطین د خلکو مشروع حق دی او دوی یې په دې برخه کې ملاتړ کوي.
د بهرنیو چارو وزارت دغه راز ویلي چې د فلسطین د غزې تړانګه کې وروستۍ پېښې له نږدې څاري.
د دغه وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، اسلامي امارت له خپلې ازادۍ او مقدساتو د فلسطین د خلکو هر ډول دفاع او مقاومت د هغوی مشروع حق بولي.
سرچینې زیاته کړې، د افغانستان اسلامي امارت د فلسطین د خلکو د مشروع، تاریخي او قانوني حق څخه چې باید د فلسطین په تاريخي خاوره کې مستقل هېواد ولري، خپل ملاتړ اعلانوي.
امارت له اسلامي هېوادونو، د اسلامي همکاريو له سازمان، نړۍوالې ټولنې، په ځانګړي ډول له هغو هېوادونو چې په سيمه کې اغېز لري، غوښتنه کوي چې د اسرائیلي اشغالګرو ځواکونو له خوا پر فلسطیني بېګناه ولس د تاوتريخوالي مخه ونیسي او د فلسطين د قضیې د حل لپاره چې فلسطينيانو ته په کې خپل مشروع حق ورکړل شي، لاس په کار شي.
د یادونې ده، د فلسطین د حماس ډلې پرون پر اسرائیل ځمکني، هوایي او بحري بریدونه پیل کړي چې په ځواب کې یې اسرائیل هوایي بریدونه کوي.
تر اوسه په دې جګړه کې ۳۰۰ اسرائبلیان او ۲۳۰ فلسطینیان وژل شوي دي.
[/restrict]
Views: 88
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن