ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نورستان د ځینو ولسوالیو خلک: له پارون سره د مواصلاتي لارو نه‌شتون له ستونزو سره مخ کړي یو

8 Oct 2023 - 14:01
8 Oct 2023 - 14:01

پارون (پژواک، ۱۶ تله ۱۴۰۲): د نورستان د شپږو ولسواليو یو شمېر اوسېدونکي وایي، د دغه ولایت مرکز پارون ته مستقیمې مواصلاتي لارې نه لري چې له امله یې له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

د نورستان نورګرام، دواب، منډول، وانت‌وایګل، ګامدېش او برګمټال هغه ولسوالۍ دي چې له مرکز پارون سره مستقيمې مواصلاتي لارې نه لري او اوسېدونکي یې لومړی لغمان، ننګرهار او کونړ ولايتونو ته ځي او له هغه ځایه بیا پارون ته ځانونه رسوي.

د دواب ولسوالۍ یوه اوسېدونکي دایي‌ګل پژواک خبري اژانس ته وویل، دوه ورځې د موټر مزل کوي، څو پارون ته ورسېږي.

هغه وایي، که حکومت د کوردرتتین سړک جوړ کړي، وبه کولای شي په څو ساعتونو کې پارون ته ورسېږي.

د منډول ولسوالۍ د انيش کلي اوسېدونکي عبدالرحيم وویل، د کوردرتتين لاره چې غربي نورستان له مرکزي نورستان سره نښلوي، يوه مهمه او ستراتيژيکه لار ده.

هغه زیاته کړه، د دې لارې جوړولو چارې د تېر حکومت پر مهال ودرېدې خو بېرته تر اوسه نه دي پیل شوې.

نوموړي وویل: «دغه لار د نورګرام ولسوالۍ بزرګ‌خېل سيمه د واما ولسوالۍ له کوردر درې سره نښلوي چې کارونه يې يو وخت بشپړ شوي وو خو بېرته د سېلابونو او واورو له امله ويجاړه شوې او د تګ راتګ وړ نه ده.»

د وانت‌وایګل ولسوالۍ اوسېدونکی عنایت‌الله وایي، په تېر حکومت کې د جودا غاښې له لارې دغه ولسوالي له مرکز سره وصلېده خو اوس یې کارونه درېدلي دي.

هغه له مسوولینو غوښتنه وکړه چې د دغه سړک پاتې چارې بشپړې کړي، څو د دې سیمې اوسېدونکي په اسانۍ سره مرکز پارون ته تګ راتګ وکړي.

د شرقي نورستان د دوو ولسوالیو کامدېش او برګمټال اوسېدونکي هم وایي چې لومړى د کونړ له ناړۍ, غازي‌اباد,اسمار، شيګل، اسعداباد، وټه‌پور پيج‌درې او چپې‌درې ولسواليو تېریږي او بیا پارون ته داخليږي.

د کامدېش ولسوالۍ اوسېدونکي شارملک فقیري پژواک ته وویل، له پارون سره د ختیځ نورستان دوو ولسوالیو د وصل چارې مخکې پیل شوې وې خو اوس یې چارې ولاړې دي.

نوموړي له حکومته غوښتنه وکړه چې د پیړوک غاښې لارې کارونه دې بېرته پیل کړي څو کامدېش او برګمټال ولسوالۍ له پارون سره وصل شي.

خو د نورستان د ټولګټو ریيس مولوي احمدنبي عادل وايي، سږ کال دغه ولايت په انکشافي برخه کې مهمې لاسته‌راوړنې لري او د ولسواليو د وصل برخه کې هم پرمختګونه شوي دي.

هغه زیاته کړه، د ۲۵ میلیون افغانیو په لګښت د کوردر سیمې یو مهم پل منظور شوی او اوس یې کارونه روان دي.

نوموړي زیاته کړه، د ټولګتو وزارت د کليو بيارغونې او پراختيا له وزارت سره په همغږۍ د نورستان د ولسواليو د وصل لپاره مشترک پلان لري او ډېر ژر به يې عملي چارې پيل شي.

د نورستان د کليو پراختيا او بیارغونې رياست د رسنيو مسوول عبدالشکور اکبرزي پژواک ته وویل، د مخکني حکومت پر مهال له مرکز پارون سره د دغه ولایت د شپږو لسواليو وصلول د نړۍوال بانک له لوري په ورکړل شوې بودجه کې شامل شوي وو خو له سیاسي بدلون وروسته یادې پروژې وځنډېدې.

هغه وویل: «د کليو پراختيا او بیارغونې وزارت د شرقي نورستان د سړک د وصل لپاره سږ کال بودجه لري او د پپړوک – ګامه تر منځ سړک چې اووه یا اته کیلومتره پاتې دى، مونږ يې سږ کال جوړوو چې له دې لارې به کامدېش او برګمټال له پارون سره وصل شي.»

د اکبرزي په خبره، دوى د کوردرتتين او نورو لارو د وصلولو لپاره هم له نړۍوالو موسسو سره ناستې کړې او ژمنه یې کړې چې سږ کال پر دغو لارو کار پیلوي.

نورستان د هېواد په ختيځ کې پروت غرنى ولايت دى، اووه ولسوالۍ لري چې يوازې واما ولسوالۍ له مرکز سره سړک لري خو پاتې شپږ یې نه لري.

Views: 133

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version