کابل (پژواک، ۱۸ تله ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو د خوړلو او کرنې ادارې عمومي مرستیالې د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره په لېدنه کې ویلي، هوډ لري افغانستان کې د کرنې ميکانيزه کولو او نورو برخو کې خپلو مرستو ته دوام او پراختيا ورکړي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې عمومي مرستیالې بيت بيکډول او ورسره مل پلاوي د بهرنيو چارو وزارت له سياسي مرستیال، شېرمحمد عباس ستانکزي سره وليدل.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي په دې غونډه کې ویلي چې اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او غذايي امنيت برخې ته ځانګړې توجه کوي، خو سره له دې هم د نړۍوالو مرستندويه ادارو مرستو ته اړتيا ليدل کېږي.
هغه ویلي، اسلامي امارت هیله لري چې نړۍوالې ادارې، او په ځانګړې توګه د خوړو او کرنې اداره، خپلې مرستې د پايدارۍ د اصل په پام کې نيولو سره په بنسټیزو پروژو او د کرنيز سکټور او بزګرانو له اړتياوو سره سمې ولګوي.
د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستیال د اقليمي بدلون او چاپېريال ساتنې اړوندو پروژو د بيا پيلولو او د نشهيي توکو د بديل معيشت ته پر توجه باندې ټینګار وکړ.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې عمومي مرستیالې بيت بيکډول هم ویلي چې دا په تيرو شلو کلونو کې د دې ادارې تر ټولو لوړپوړی پلاوی دی چې افغانستان ته راغلی او هوډ لري چې د تخنيکي مرستې، د اصلاح شوو تخمونو د وېش، حيواني روغتيا، اوبولګولو، اقليمي بدلون، د کرنې ميکانيزه کولو او نورو برخو کې خپلو مرستو ته دوام او پراختيا ورکړي.
Views: 74
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن