ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ارواپوهان: د ماشومانو په چلند کې غیرعادي بدلونونه ‎جدي وګڼئ ‎

10 Oct 2023 - 18:11
10 Oct 2023 - 18:11

کابل (پژواک، ۱۸ تله ۱۴۰۲): ارواپوهان وايي، د کور کې ناارامه فضا، د ماشومانو اړتیاوو ته نه پاملرنه او له هغوی سره د کورنۍ او ښوونکو تاوتریخجن چلند کېدای شي د ماشومانو د رواني ستونزو لامل شي؛ که جدي پاملرنه ورته ونه شي، د ماشومانو ‎پر زده‌کړې او ټولنیزو اړیکو ‎منفي اغېز کوي.

د هغوی په خبره، ټولنه کې د شته انګېرنو خلاف، ‎ماشومان هم د لویانو په شان ‎په رواني ستونزو ‎اخته کېږي، که د کورنیو له لوري جدي پاملرنه ورته ونه شي، د هغوی زده‌کړو او ټولنیزو اړیکو پر بهیر به ‎ناوړه ‎اغېز وکړي.

د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د اروا پوهنې پوهنځي استاد ډاکتر شرف‌الدين عظيمي پژواک خبري اژانس ته وويل: «زموږ په ټولنه کې دا ناسم تصور موجود دی چې ګواکې ماشومان له خپګان او نورو رواني ستونزو سره نه مخ کېږي؛ خو ماشومان هم د لویانو په شان ‎ په بېلابېلو رواني اختلالاتو اخته کېږي، ان تر دې چې ځینې اختلالات د ماشومانو اړوند دي؛ لکه اضطراب، ‎د تمرکز کمزورتیا او په چلند کې بدلون چې د یوه ناسالم ‎ماشوم ښکارندويي کوي.»

هغه زیاته کړه، په ماشومانو کې د اضطراب موجودیت، د تمرکز کمزورتیا او په چلند کې بدلون هغه موضوعات دي چې ښيي یو ماشوم په رواني ستونزه اخته شوی او باید جدي وګڼل شي.

د عظيمي په خبره، ‎که کورنۍ ژر تر ژره د خپلو ماشومانو رواني ستونزو ته پاملرنه ونه کړي، ښايي دغه اختلالات د دوى پر زده‌کړو، درس زده‌کولو او په ټوله کې د هغوى پر اړيکو او ټولنيز ژوند منفي اغېز وکړي.

هغه زیاته کړه: «وراثت، د کور نامناسب چاپېریال، کورنۍ کې شخړې، ناوړه خاطرې لکه ځورول، د پلار نه شتون، تاوتریخجن چلند، د مور او پلار جلاوالی او داسې نور هغه لاملونه دي چې په ماشومانو کې د رواني ستونزو لامل ګرځي.»

د هغه په ​​وينا، پرله‌پسې خپګان او ناهیلي، ټولنيزه انزوا، وېره، د اشتها ډېرېدل يا کمېدل، د خوب ګډوډېدل، پرله‌پسې ژړا، د تمرکز ګډوډېدل، بدخلقي یا غوسه کېدل په ماشومانو کې د خپګان له نښو نښانو دي.

عظيمي وايي، هر کله چې یو ماشوم په دوامداره توګه د خپګان له احساس سره مخ کېږي او يا د خپلې ساتېرۍ او خوښې کارونو ترسره کولو پر وړاندې خپله لېوالتیا له لاسه ورکوي، کورنۍ بايد شکمنه شي؛ ځکه چې دغه نښې ځیني وخت پر خپګان د ماشوم د اخته کېدو نښې وي.»

سرچینې څرګنده کړې، کورنۍ باید د ماشومانو د اړتیاوو پوره کولو، د کور ارامه او خوندي فضا رامنځته کولو او تاوتریخوالي نه کولو ته جدي پاملرنه وکړي؛ حکومت هم باید د هغوی اړتیاوو او حقونو ته پام وکړي او رسنۍ هم باید د تفریحي خپرونو په برخه کې ماشومانو ته پاملرنه وکړي.

عظیمي وایي، ښوونځیو کې ماشومانو سره ناسم چلند او یا نامناسب چاپېریال هم د دې لامل کېږي چې د ماشوم زړه له ښوونځي تور شي او یا ورته رواني ستونزې پیدا شي.

هغه زیاته کړه: «ښوونځیو کې د داسې ستونزو شتون د دې لامل کېږي چې ماشومانو ته روحي زیان ورسېږي، پر نفس باور یې ټیټ شي، د نوښتونه وړتیا له لاسه ورکړي، له درسه یې زړه تور شي، درس، تعلیم او ان د ژوند کولو انګیزه له لاسه ورکړي، اضطراب او وېره یې ډېره شي او په پایله کې ترې یو ناسالم انسان جوړ شي.»

دغه راز، د سید جمال‌الدین د تعلیم او تربیې استاد او ارواپوه ډاکټر زکریا بارکزي وویل: «په عام ډول رواني ستونزې د انسان عقلي رشد سره کلکه اړيکه لري، هرڅومره چې یو انسان لوړه عقلي وړتیا مومي، د ژوند په وړاندې عاجز او صبور کېږي او د مسلې حقیقت ته رسېږي، خو د ماشومانو رواني ستونزې د هغوی د تفکر کچې ټیټوالي ته په کتو یوازې ځینې موارد لکه ګوښه‌والی او ضدیت تجربه کوي.»

د هغه په خبره، ضدیت، وېره، وارخطاوالی، له مور او پلاره سرغړونه، خوله کېدل یا ناڅاپي سرګرځېدل، نورې ستونزې لکه د سر درد، د معدې درد، د اشتیا غیرطبیعي ډول کمېدل، ګوښه‌والی، د وزن غیرطبیعي بدلون، د خوب کموالی او ورځنیو فعالیتونو لپاره د کافي انګېزې او انرژۍ نه درلودل د ټولو په ځانګړې توګه د ماشومانو د افسردګۍ علایم ګڼل کېږي.

د هغه په خبره، وراثت، کورنۍ کې شخړې، د موبایل او کمپیوټر په څېر الکترونیکي وسیلو څخه کار اخیستل، تریخ ژوند او بدې خاطرې، د مور یا پلار له لاسه ورکول، د مور او پلار جلاوالی، په ژوند کې شته ستونزې او د زده‌کړې غیر معیاري سیستم د ماشومانو د رواني ناروغیو او افسردګۍ لاملونه دي.

سرچینې په کور کې له مینې او صمیمیت ډک چاپېریال ته اشاره کوي او زیاتوي: «که په کورنیو کې ډېر مینه او محبت شتون ولري، ماشومان به یې روحي او روانې ستونزې تجربه نه کړي؛ ځکه هغوی د امنیت احساس کوي.»

نوموړي زیاته کړه: «که په لومړیو کې د ماشومانو رواني ستونزې ته پاملرنه ونه شي، بدې پایلې به ولري، داسې ماشومان ټولنیزه وده نه شي کولای او حافظه یې هم ډېره وده نه کوي، په سمه توګه زده‌کړې نه شي کولای.»

سرچینه وایي، هره ورځ یې په مراجعینو کې داسې ماشومان هم وي چې ډېری یې له کابله دي؛ ځکه ماشومان په کلیو او ولایتونو کې په ازاده فضا کې ژوند کوي او ډېر تفریحي ځایونه یې په اختیار کې وي خو کابل ښار کې تفریحي ځایونه کم دي.

نوموړي سپارښتنه وکړه چې هڅه دې وشي د ماشومانو غوښتنو ته پاملرنه وشي او له خپلو ماشومانو سره ښه او دوستانه چلند ولري.

هغه په ټینګار سره وویل، که په ماشومانو کې د ګوښه‌والي او ضدیت نښې ولیدل شي ډېر ژر دې ارواپوه ډاکتر ته مراجعه وشي څو د ماشومانو د روحي او روانې ستونزو د ډېرېدو مخنیوی وشي.

د کابل ښار د دارالامان اوسېدونکې نفیسه امید وایي: «زوی مې پنځم ټولګي کې دی، ډېر منزوي او جنګره دی، لږ خاندې خو ډېر ژاړي، درس نه وايي؛ په لومړیو کې نه پوهېدو چې ولې داسې دی؟ یوې ملګرې مې راته وویل چې ارواپوه ته یې بوځم، شکر اوس ښه شوی دی.»

د هغې په وینا، د دې له امله چې په کورنۍ کې یې د خاوند مور او خاوند تل له دې سره ښه چلند نه کوي، دغه ماشوم له هغه وضعیته خوښ نه و، په روان یې منفي اغېز کړی او خفګان ورته پیدا شوی و.

دغه راز، د کابل ښار د کارته چهار اوسېدونکې عایشه احمدزۍ وايي، اته کلنه لور یې چې د خپل ټولګي اول نمره هم ده، څه موده ښوونځي ته نه تلله، ژړل یې او درس ویلو ته یې لېوالتیا نه لرله او ورځ تر بلې یې وضعیت خرابېده، تر دې چې رواني ډاکټر ته یې ولېږدوله.

د عایشې په وینا، له درس او ښوونځي څخه یې د لور د زړه توروالي لامل له هغې سره یې د ښوونکي نامناسب چلند و.

Views: 131

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version