ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دا اونۍ کابل کې د تېلو، اوړو او غوړیو بیې ټیټې شوې دي

دا اونۍ کابل کې د تېلو، اوړو او غوړیو بیې ټیټې شوې دي

author avatar
14 Oct 2023 - 15:11
دا اونۍ کابل کې د تېلو، اوړو او غوړیو بیې ټیټې شوې دي
author avatar
14 Oct 2023 - 15:11

کابل (پژواک، ۲۲ تله ۱۴۰۲): د تېرو اوو ورځو په پرتله نن کابل ښار کې د قزاقي اوړو، مالیزیايي غوړیو، پټرول او ډېزل تېلو بیې ټیټې خو د سرو زرو بیه لوړه شوې ده.

د تېلو بیې ۴،۵ سلنه ټیټې شوې دي

د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د تېرې شنبې په‌ پرتله نن د یو لېتر پټرولو بیه له ۷۸ څخه ۷۴ افغانیو او د یو لېتر ډېزلو بیه له ۷۴ څخه ۷۱ افغانیو ته رالوېدلې ده.

هغه په کابل ښار کې د تېلو بیې ټیټېدو لامل د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړېدل او په نړۍوالو بازارونو کې د هغو د بیو ټيټېدل بولي.

خو د کابل ښار کلوله‌پشته کې ګاز پلورونکي محمدشریف وویل چې نن هم لکه تېره شنبې یو کیلوګرام ګاز په ۶۰ ‎افغانۍ پلوري.‎

د قزاقي اوړو او مالیزیايي غوړیو بیې هم ټیټې شوې دي

کابل ښار کې د خوراکي توکو سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي وویل، د تېرو اوو ورځو په پرتله نن په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه له ۱۶۸۰ څخه ۱۶۵۰ افغانیو او ۱۶ لېتره پیپ مالیزیايي غوړو بیه له ۱۴۵۰ څخه ۱۴۰۰ افغانیو ته لوېدلې دي.

د هغه په خبره، د تورخم ښارګوټي دروازې پرانیستل کېدو او د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړېد له امله کابل ښار کې د مالیزیايي غوړیو بیه کې هم کموالی راغلی دی.

خو نوموړي وویل چې نن هم لکه تېره شنبې، په عمده ډول د‎ ۲۴،۵ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۷۰۰، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۳۴۵۰، یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۰۰ او یو کیلوګرام شین اندونیزیایي چای په ۳۵۰ افغانیو پلورل‌ کېږي.

د یو شمېر پرچون توکو بیه د هغو له عمده بیو سره په ځینو مواردو کې ډېر خو په ځينو کې بیا لږ توپیر لري.

د کابل ښار په دهن‌باغ سیمه کې د خوراکي توکو پرچون پلورونکي حامد صوفي‎زاده وویل، نن په پرچون ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۷۰۰، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۷۵۰، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۳۵۵۰، ۱۶ لېټره مالیزیايي غوړي په ۱۴۵۰، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانیو پلورل کېږي.

د سروزرو بیو لوړېدل

د کابل پر تیمورشاهي واټ د حاجي حامد صالح‌زاده زرګرۍ مالک محمدفواد وویل چې د تېرې شنبې په نسبت نن د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له ۳۸۵۰ څخه ۴۰۰۰ افغانۍ او د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له ۳۰۰۰ څخه ۳۲۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.‎

د سرو زرو پلورونکو په وینا، کابل ښار کې د سرو زرو بیو کې بدلون په نړۍوالو بازارونو کې د هغو بیو کې له بدلون سره تړاو لري.

د امریکايي ډالر ارزښت

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د «صداقت» صرافۍ مالک حاجي‌حسین پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن (د تلې ۲۲مه) د یو امریکايي ډالر د پېر بیه ۷۵.۳۰ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۷۰ افغانیو بدلېږي.

دا په داسې حال ‌کې ده چې د تلې په ۱۵مه د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۷۵.۳۰ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۶۰ افغانۍ تبادله کېدې.

Views: 60

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.