ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حنفي: افغانستان د اقلیمي بدلون له امله د نړۍ شپږم زیانمن هېواد دی

حنفي: افغانستان د اقلیمي بدلون له امله د نړۍ شپږم زیانمن هېواد دی

author avatar
15 Oct 2023 - 17:16
حنفي: افغانستان د اقلیمي بدلون له امله د نړۍ شپږم زیانمن هېواد دی
author avatar
15 Oct 2023 - 17:16

کابل (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۲): د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال وایي چې لوی اقتصادي هېوادونه دې د افغانستان په شان د اقلیمي بدلون له امله زیانمن شوو هېوادونو سره همکاري وکړي.

دغه څرګندونې د ریاست‌الورزا‌ء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن په کابل کې د اقلیمي بدلون د نړۍوالې اونۍ نمانځ‌غونډه کې وکړې.

نوموړی وویل چې اسلامي امارت د ګلخانه‌یي ګازونو د له منځه وړلو او د چاپېریال د تودوخې د کمولو ملاتړی دی او د چاپېریال د ښه‌والي لپاره له هر اقدامه ملاتړ کوي.

هغه وایي چې په هېواد کې تېرو جګړو او د باروتو کارولو، د افغانستان اقلیم ډېر زیانمن کړی دی.

دی وایي، په نړۍواله کچه پراخ صنعتي فعالیتونه د اقلیمي بدلونونو لامل ګرځېدلي او دې چارې د ځمکې تودوخه لوړه کړې ده.

هغه زیاته کړه، افغانستان په نړۍ کې له اقلیمي بدلونونو څخه شپږم اغیزمن هېواد ګڼل کېږي او دا په داسې حال کې ده چې دلته د ګلخانه‌یي ګازونو د خپرېدو او تولید کچه ډېره ټيټه ده.

نوموړی وایي، د اقلیمي بدلون موضوع نړۍواله ده او په کوم ځانګړي هېواد پورې اړه نه لري او دا د ټولو مسوولیت دی، په ځانګړې توګه د لویو اقتصادي هېوادونو، ځکه د ګازونو په تولید کې هغوی ډېره ونډه لري او د افغانستان په شان اغېزمنو هېوادونو سره باید همکاري وکړي.

دغه راز، په دې غونډه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس حافظ عزیزالرحمن وویل، د اقلیم بدلون یوه نړۍواله موضوع ده چې اوس مهال یې ټول بشریت له ستونزو مخ کړی دی.

هغه زیاته کړه، افغانستان کې د تودوخې زیاتوالی، دایمي وچکالي، د سېلابونو راوتل، د زراعتي تولیداتو کموالی، د انسانانو، حیواناتو او نباتاتو د ناروغیو ډېروالی، د بې‌وزلې او فقر زیاتېدل، داخلي کډوالي، د ځمکې او ځنګلونو ویجاړېدل او د ژوند تنوع له منځه تلل د اقلیمي بدلون ناوړه اغېزې دي چې په مستقیمه توګه یې بشري ټولنه او ژوند له ګواښ سره مخ کړي دي.

دی وایي، د اقلیمي بدلون اغېزې په هغو هېوادونو کې ډېرې دي چې کم پرمختګ یې کړی او په دې برخه کې له ګواښ سره مخ دي.

نوموړی وایي، اوږمهاله جګړه، د ځنګلونو قطع‌کول د اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې د نړۍوالو بنسټونو نه همکاري د افغانستان اقلیمي چاپېریال نور هم زیانمن کړی دی.

هغه وویل، د اسلامي امارت له راتګ سره هغه مرسته‌کوونکو بنسټونو چې مخکې یې په افغانستان کې یې د چاپېریال ساتنې په بېلابېلو برخو کې پروژې پلې کولې او يې ځنډولي دي.

نوموړی زیاته کړه: «له نړۍوالو همکارانو غوښتنه لرو چې د سیاسي ملاحظاتو پرته دې په افغانستان کې د دې نړۍوالې پدیدې د مقابلې لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.»

دغه راز، په دې غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاءالله عمري وویل چې د اقلیم بدلون په افغانستان کې کرنه او مالداري زیانمنه کړې ده.

هغه زیاته کړه، اوس مهال د ځمکې د تودخې زیاتوالی او اقلیم بدلون یو ګډ اقدام ته اړتیا لري، څو ځان، سیمه او ټولنه له دې ګواښه وژغول شي.

Views: 43

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.