ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند ګرمسېر ولسوالۍ یو شمېر خلک وايي، ماشومان يې ښوونځيو ته پوره لاسرسی نه لري

15 Oct 2023 - 13:54
15 Oct 2023 - 13:54

لښکرګاه (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۲): د هلمند ولایت ګرمسېر ولسوالۍ اړوند بینادر سیمې یو شمېر اوسېدونکي وايي، ماشومان يې ښوونځيو ته پوره لاسرسی نه لري او له حکومته غواړي چې دوی ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

د هلمند د پوهنې ریاست مسوولین د خلکو شکایتونه مني او وايي، په ټول ولایت کې به د خلکو له اړتیا سره سم ښوونځي فعال کړي.

د ګرمسېر ولسوالۍ د بینادر سفلا سیمې یوه اوسېدونکي عبدالواسع چې په یوه شخصي ټولګې کې ښوونکی دی، پژواک خبري اژانس ته وویل: «بینادر دوې سیمې لري چې یوه یې بینادر سفلا او بله یې بینادر اولیا ده، په دواړو کې شاوخوا ۱۵ زره کورنۍ ژوند کوي خو یوازې دوه ښوونځي لري چې په بینادر سفلا کې لومړنی ښوونځی او په بینادر اولیا کې منځنی ښوونځی فعال دی.»

هغه زیاتوي، د بینادر سفلا له لومړني ښوونځي څخه تر بینادر اولیا منځني ښوونځي پورې شاوخوا ۱۸ کیلومتره واټن دی چې ماشومان تګ راتګ نشي کولای.

د هغه په وینا، په سیمه کې يې ماشومانو ته له لومړنیو او منځنیو زده‌کړو وروسته د نورو زده‌کړو زمینه نه ده برابره او بې‌برخلیکه پاتې کېږي.

نوموړی له حکومته غواړي چې د بینادر سیمو ماشومانو ته دې د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

د بینادر سيمې یوه بل اوسېدونکي جمعه‌ګل هم پژواک ته وویل، د تېر نظام پرمهال د بینادر په بازار سیمه کې د دوو ښوونځيو لپاره د ودانیو جوړولو کارونه پيل شول او په وینا يې ۴۰ سلنه بشپړ شوي هم دي خو اوس یې چارې ولاړې دي.

هغه هم وايي چې په سیمه کې يې د ماشومانو لپاره د زده‌کړو زمینه نه ده برابره او په وینا يې حکومت باید دې برخې ته پاملرنه زیاته کړي.

بلخوا د هلمند پوهنې رییس مولوي محمدعوض انصاري د خلکو شکایتونه پرځای ګڼي خو وايي، یادو ستونزو ته د رسېدو په موخه يې د ګرمسېر تر څنګ د هلمند په یو شمېر نورو ولسوالیو کې هم هڅې پيل کړې دي.

هغه وايي: «د ګرمسېر ولسوالۍ په شمول په ټول هلمند کې یاده ستونزه شته اوس هم په دغه ولایت کې د ۴۵ ښوونځيو د ودانیو کارونه نیمه کاره پاتې دي چې د اقرا برنامې له لارې رغول کېدل خو بودجه يې له جهاني بانک سره کنګل پاتې ده.»

هغه زیاته کړه، دغه ستونزه يې له پوهنې وزارت سره شریکه کړې او یو شمېر لومړني او منځني ښوونځي به لېسو ته لوړ شي او ځيني نوي ښوونځي به هم جوړ شي.

نوموړي وویل چې په هلمند کې ښوونکي هم کم دي چې دا ستونزه هم له وزارت سره شریکه شوې او ۱۰۵ نوي بستونه منظور شوي چې د یوې شفافې پروسې له لارې به استخدام شي.

Views: 55

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version