کابل (پژواک، ۱۱ لړم ۱۴۰۲): د اوبو او برېښنا وزارت وایي، د اوبو سرچینو د کموالي له امله رامنځته شوو ستونزو او د پرلهپسې وچکالیو اغېز ته په پام اړتیا ده چې نړۍوال بنسټونه په دې برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
د اوبو او برېښنا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور په کابل کې د ناروي سفارت له شارژدافیر پُل کلومن بیکن او د دغه سفارت له یو شمېر نورو مسوولینو سره کتلي دي.
سرچینې لیکلي چې په دې لیدنه کې، دواړو لورو له اقلیمي بدلونونو سره د مبارزې په برخه کې د مشخصو برنامو، د وچکالۍ د اغېزو کموالي او د اوبو مدیریت په برخه کې د نورو ټولګټو برنامو په اړه خبرې وکړې.
منصور په دې کتنه کې ویلي چې په هېواد کې د اوبو سرچینو د کموالي ستونزو او د پرله پسې وچکالیو د اغېزو په پام کې نیولو سره اړتیا ده چې نړۍوال بنسټونه په دې برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
خبرپاڼه کې راغلي چې د ناروي سفارت مسوولینو هم د اوبو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه چې په افغانستان کې د اوبو پروژو د پلي کولو لپاره به نورو نړۍوالو بنسټونو ته هم بلنه ورکړي.
Views: 39
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن