فیروزکوه (پژواک، ۱۸ لړم ۱۴۰۲): د غور قومونو او قبایلو رییس له قومونو سره د همغږۍ په نوم یوه ناسته کې وویل چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د جرګو له لارې د قومونو لسګونه اختلافي قضیې هوارې شوې دي.
د غور د قومونو او قبایلو رییس محمدحسن فرقاني وویل، د دې ناستې ترسره کولو موخه د قومونو ترمنځ همغږي او یووالی او د هغوی ستونزو ته رسېدنه ده.
هغه زیاته کړه، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته تر اوسه د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې یې لسګونو اختلافي قضیو ته رسېدنه کړې ده او دغه راز یې د دغه ولایت په ځينو ولسوالیو کې د ستونزو هواري په موخه څو کسیزې شوراګانې جوړې کړې دي.
نوموړي زیاته کړه: «موږ په فیروزکوه ښار او شپږو ولسوالیو کې شوراګانې جوړې کړې څو د خلکو ستونزو ته رسېدنه وشي، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته تر اوسه د قومونو ترمنځ لسګونه لویې او وړې اختلافاتي قضیې یې د همدې جرګو له لارې هوارې کړې او په هڅه کې یو چې داسې جرګې په نورو ولسوالیو کې هم جوړې کړو.»
د یادې ناستې ځیني ګډونوال هم وایي چې داسې ناستې کولای شي د قومونو ترمنځ موجودې ستونزې هوارې کړي، د یووالي او یو بل منلو زمینه برابره کړي.
د غور د لعل وسرجنګل ولسوالۍ یوه دیني عالم سید محمد سجادي وویل: «په لعل و سرجنګل ولسوالۍ کې د دې جرګې جوړېدل چې کمه موده کېږي فعالیت لري، د ځمکو پر سر مو دعوې حل کړې، داسې جرګې کولای شي چې د غور مېشتو قومونو ترمنځ د ښو اړیکو او د یووالي په ټینګښت کې ښه رول ولري او موږ په راتلونکي کې د داسې ناستو غوښتونکي هم یو.»
د غور د چهارسدې ولسوالۍ یوه قومي مشر شیخ برهاني وویل: «لا تر اوسه هم په دې ولسوالۍ کې د قومونو ترمنځ خپل منځي اختلافات شته چې موږ د قومونو او قبایلو چارو له وزارت غواړو څو د داسې قضیو د حل په موخه مثبت او عملي ګامونه واخلي.»
دې ناسته کې د غور قومي مشرانو دغه راز د سړک نشتوالي، روغتیا، ښوونې او روزنې او نورو برخو کې ستونزې د قومونو او قبایلو له وزارت سره شریکې کړې او هغو د رسېدنې غوښتنه یې وکړه.
Views: 16
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن