ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې یوه کس سلګونو ماشومانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره کړې ده

12 Nov 2023 - 14:48
12 Nov 2023 - 14:48

پل‌علم (پژواک، ۲۱ لړم ۱۴۰۲): د لوګر د پوهنې ریاست وایي، یوه کس په خپل شخصي لګښت یو مرکز پرانیستی چې ۸۰۰ یتیم او بې‌وزله ماشومان په کې په وړیا توګه زده‌کړې کوي.

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب پژواک خبري اژانس ته وویل چې د محمداکبر په نوم د پوهنې یوه مینه‌وال له لوري د مرکز پل‌علم په غیرت‌اباد سیمه کې پر دوه‌نیم جریبه ځمکه یو ښوونیز مرکز جوړ شوی دی.

عرب زیاته کړه، د دغه مرکز په جوړولو دوه‌نیم میلیونه افغانۍ لګول شوې چې پر دفتري وسایلو سربېره اداره، مجهز کمپیوټرلب، شپږ درسي ټولګي او نور د اړتیا وړ ملحقات لري.

د هغه په وینا، محمداکبر اتل له تېرو څو کلونو راهیسې د لوګر په مرکز پل‌علم او یو شمېر ولسوالیو کې د نجونو او هلکانو د لیک ‌لوست په موخه له پوهنې ریاست سره په همغږۍ فعالیت کوي او موخه یې له لیک لوسته محرومو ماشومانو ته د زده‌کړو زمینې برابرول دي.

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند زیاتوي، په دغه ښوونیز مرکز کې د کال دوولس میاشتې شاوخوا ۸۰۰ بې‌وزلو او یتیمو ماشومانو ته په وړیا ډول د دیني او عصري زده‌کړو زمینه برابره شوې ده.

هغه وايي چې زده‌کوونکو ته کتابونه، درسي توکي او د ژمي جامې هم د همدغه ښوونیز مرکز له خوا ورکول کېږي.

دغه راز محمداکبر اتل پژواک ته وویل چې له خپلو څو همفکره ملګرو سره یوځای یې هڅې پیل کړې څو د دغه ولایت په لرو او وروسته‌پاتې سیمو کې ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

هغه زیاتوي، دغه کار یې د یوه احساس له مخې پیل کړی او فکر کوي چې یوازې د پوهې له لارې خلک او هېواد له بدمرغیو ژغورل کېدای شي.

هغه وویل: «تازه مې په غیرت‌اباد سیمه کې د حاجي منګل احمدزي په نوم یو ښوونیز مرکز جوړ کړی چې ۸۰۰ بې‌وزله او یتیم هلکان او نجونې په کې زده‌کړې کوي.»

د نوموړي په خبره، دغو ماشومانو ته په وړیا توګه د عصري زده‌کړو ترڅنګ دیني زده‌کړې هم ورکول کېږي.

اتل وویل چې د دغه مرکز لګښت د خپلې سوداګرۍ له ګټې ورکوي.

هغه دغه راز زیاتوي، دوی پلان لري چې دغه ډول ښوونیز مرکزونه نورو سیمو کې هم جوړ کړي.

د یاد ښوونیز مرکز یوه ۱۲ کلن زده‌کوونکي عبدالله پژواک ته وویل، خوښ دی چې په کلي کې یې د بې‌وزله زده‌کوونکو لپاره ښوونیز مرکز پرانیستل شوی دی.

هغه زیاته کړه، په دغه مرکز کې سلګونه بې‌وزله او له زده‌کړو محروم زده‌کوونکي په بېلابېلو ټولګیو کې په لیک لوست بوخت دي.

لوګر پلازمېنې کابل ته څېرمه ولایت دی؛ په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې یې ۲۷۵ ښوونځي پرانیستي دي چې د ۵۲۰ ښځینه‌وو په ګډون د ۴۳۹۰ ښوونکو له خوا ۱۰۰ زره هلکانو او ۵۰ زره نجونو ته زده‌کړې ورکول کېږي.

Views: 325

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version