Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
{{#message}}{{{message}}}{{/message}}{{^message}}Your submission failed. The server responded with {{status_text}} (code {{status_code}}). Please contact the developer of this form processor to improve this message. Learn More{{/message}}
{{#message}}{{{message}}}{{/message}}{{^message}}It appears your submission was successful. Even though the server responded OK, it is possible the submission was not processed. Please contact the developer of this form processor to improve this message. Learn More{{/message}}
Submitting…
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
اروزګان کې سلګونه ځوانان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د وړیا زدهکړو له مرکز څخه د انګلیسي ژبې، کمپیوټر او ساینسي مضامینو له درې میاشتني پروګرام څخه فارغ شول.
د اروزګان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې یې شاوخوا ۹۰۰ ځوانانو ته د انګلیسي ژبې، کمپیوټر او ساینسي مضامینو د وړیا زدهکړو درې میاشتنی پروګرام پیل کړی دی.
د لوګر د پوهنې ریاست وایي، یوه کس په خپل شخصي لګښت یو مرکز پرانیستی چې ۸۰۰ یتیم او بېوزله ماشومان په کې په وړیا توګه زدهکړې کوي.
هرات کې یوه خیریه بنسټ څه باندې دوه زره ماشومانو او ښځو ته په وړیا ډول د قرانکریم او خیاطۍ زدهکړو زمینه برابره کړې چې دغه کار د هرات د اوسېدونکو له هرکلي سره مخ شوی دی.
د کابل بګرامي ولسوالۍ د فتحخېلو سیمې اتفاق کلي کې یو کس له دې امله ماشومانو ته د وړیا زدهکړو مرکز جوړ کړی چې په وینا یې، ښوونځی له دې سیمې لرې دی او ماشومان نه شي ورتللای.
د فراه یوه ملي سوداګر د دغه ولایت په مرکز کې په خپل شخصي لګښت سلګونو کسانو ته د ریاضي، انګلیسي، سواد او خطاطۍ زدهکړې زمینه برابره کړې ده.
یو شمېر رضاکارو ځوانانو د جوزجان ولایت اقچې ولسوالۍ په قشقهاباد کلي کې د ماشومانو لپاره د وړیا زدهکړو مرکز جوړ کړی چې د ۲۰۰ زدهکوونکو ظرفیت لري.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن