کابل (پژواک، ۲۱ لړم ۱۴۰۲): د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت له تورخم او سپینبولدکه خپلو اړوندو ولایتونو ته د څه باندې څلور زره کډوالو له لېږدولو خبر ورکوي.
یاد وزارت نن (د لړم ۲۱مه) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې پرون ۲۹۹ کورنۍ له تورخم او ۴۷۱ کورنۍ له سپینبولدکه خپلو اړوندو ولایتونو ته لېږدول شوې دي.
د سرچینې په خبره چې یادې کورنۍ ټول ۴ زره او ۳۲ کسان دي.
د سرچینې له قوله، یاد کډوال نیمروز، زابل، فراه، هرات، کابل، ننګرهار او کندهار ولایتونو ته لېږدول شوي دي.
یاد وزارت زیاتوي چې تر اوسه له پاکستانه ۴۶ زره او ۴۳۶ راستانه شوي افغان کډوال د دې کمېټې له لوري له سپینبولدک او تورخم څخه په وړیا ډول خپلو ولایتونو ته لېږدول شوي دي.
پاکستان له دې مخکې یو عشاریه څلور میلیون افغان کډوالو ته چې دغه هېواد کې له قانوني اسنادو پرته ژوند کوي، د روان کال د نومبر تر لومړۍ نېټې وخت ورکړی و چې له پاکستانه ووځي.
Views: 16
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن