ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: حکومت دې د ډالرو بیې ترڅنګ د خوراکي توکو بیې هم کنټرول کړي

12 Nov 2023 - 13:36
12 Nov 2023 - 13:36

پلخمري (پژواک، ۲۱ لړم ۱۴۰۲): د بغلان اوسېدونکي وايي، په هېواد کې د ډالرو بیې له لوړوالي سره ډېر ژر د خوراکي توکو بیې هم لوړېږي، خو له ښکته کېدو سره يې بیا د خوراکي توکو نرخونه نه ټيټېږي.

د راپورونو له مخې، شاوخوا یوه میاشت مخکې یو ډالر ۷۷-۷۸ افغانیو پورې تبادله کېده خو دا مهال د یوه ډالر نرخ شاوخوا ۶۷ افغانیو ته را ښکته شوی دی.

د اړوندې موضوع په اړه د بغلان د مرکز پلخمري اوسېدونکي بشیرخان پژواک ته وویل، کله چې د ډالرو نرخ لوړ شي سم‌دستي ورسره د خوراکو توکو بيې هم لوړېږي، خو کله چې ښکته شي بیا نرخونه نه ټيټېږي.

هغه زیاتوي: «یوه میاشت وړاندې چې یو ډالر په ۷۷ افغانۍ و د یوه کیلو بورې بیه ۷۵ افغانۍ وه اوس چې یو ډالر له ۷۰ افغانیو ښکته شوی، بیا هم د بورې بیه پخوانۍ ده.»

دغه راز، د بغلان یوه بل اوسېدونکي ګل‌عالم هم پژواک ته وویل، یوه میاشت وړاندې چې د ډالرو بیه لوړه وه هم د یوې بورۍ قزاقي اوړو بیه ۱۶۰۰ افغانۍ وه او اوس هم ده.

په ورته وخت کې د پلخمري ښار یوه هټۍوال رفیع‌الله پژواک ته وویل چې هټۍوال نه شي کولای د توکو نرخونه لوړ یا ښکته کړي، دغه کار باید سوداګر وکړي.

هغه وویل: «مونږ نرخونو کې تغیر نه شو راوستی، که لوړ يې واخلو مجبور لوړ یې خرڅ کړو او که ټیټ يې واخلو بیا يې ټیټ خرڅوو، دا د سوداګرو کار دی چې توکي هټۍوالو ته د ورځې له نرخ سره سم ورکړي.»

 یو شمېر نورو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته يې د خوراکي توکو د بیو کنټرول غوښتنه وکړه.

په دې اړه د پلخمري ښاروالۍ د مالي او اداري چارو مسوول شیرمحمد احمدزي پژواک ته وویل چې د ښاروالۍ له لوري هټۍوالو ته د توکو پلورلو لپاره نرخنامه ورکړل شوې ده.

هغه وايي، که کوم هټۍوال له ټاکلي نرخ څخه په لوړه بیه توکي وپلوري نو مجازات به شي.

دی وايي: «ملي سوداګر په ګاونډیو هېوادونو کې توکي په ډالرو رانیسي او دلته په افغانستان کې د ډالرو بیه د ډېر وخت لپاره یو شان نه وي، ښکته او پورته کېږي، سوداګر اړ دي چې له زیان څخه د مخنیوي په موخه د خوراکي توکو بیو کې له احتیاطه کار واخلي، دغه کار بیا د دې لامل کېږي چې د ډالرو ارزښت په کمېدو مارکېټونو کې سملاسي د توکو بیو کې کموالی نه راځي.»

د یادونې ده، له دې مخکې د کابل او یو شمېر نورو ولایتونو اوسېدونکو هم ورته شکایتونه کړي او له حکومته يې د دې ستونزې د حل غوښتنه کړې وه.

Views: 93

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version