ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ د چهارکنت ولسوالۍ اوسېدونکي له روغتیایي ستونزو سره مخ دي

د بلخ د چهارکنت ولسوالۍ اوسېدونکي له روغتیایي ستونزو سره مخ دي

author avatar
12 Nov 2023 - 13:18
د بلخ د چهارکنت ولسوالۍ اوسېدونکي له روغتیایي ستونزو سره مخ دي
author avatar
12 Nov 2023 - 13:18

مزارشریف (پژواک، ۲۱ لړم ۱۴۰۲): د بلخ د چهارکنت ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي روغتیایي خدموتونو ته له نه لاسرسي شکایت لري او له مسوولینو غوښتنه کوي چې ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.

د هغوی په خبره، اوسمهال ډېرې کورنۍ روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه لري او په وروستیو کلونو کې د جګړو او نورو ستونزو له امله د دوی اړتیاوو ته هیڅ پاملرنه نه ده شوې.

هغوی زیاتوي چې په سیمو کې يې د معیاري روغتیایي مرکزونو نه شتون د دې لامل شوی چې ډېری وخت ناروغان له ستونزو سره مخ شي او کله هم روغتیایي مرکزونو ته پر وخت نه رسېدو له امله ژوند له لاسه ورکړي.

د چهارکنت ولسوالۍ یوه اوسېدونکي حبیب‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې ولسوالۍ کې د درملنې هیڅ مجهز روغتیایي مرکز نه شته دی.

هغه زیاته کړه، که څه هم په یاده ولسوالۍ کې د درملنې څو روغتیایي کلینکونه شته خو په هغه کې د اړتیا وړ طبي تجهیزات او متخصص ډاکټر شتون نه لري.

نوموړي وویل: «کلینک لرو تشکیل یې کم دی، د جراحۍ، اعصابو، غاښونو او نورو برخو متخصص ډاکټر نه شته چې د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.»

حبیب‌الله له حکومته غوښتنه کوي چې د یادې ولسوالۍ د خلکو روغتیایي ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د بلخ د چهارکنت ولسوالۍ یوه بل اوسېدونکي محمدعلي هم وویل چې د دې ولسوالۍ اوسېدونکي معیاري روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نلري او په خبره یې د ژمي په رارسېدو سره له سختو ستونزو او کړاونو سره مخ کېږي.

هغه وایي، تېر نظام هم د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزو د حل په برخه کې کوم اقدام ونه کړ او اوس هم دوی ته پاملرنه نه کېږي.

د نوموړي په خبره، سره له دې چې د چهارکنت ولسوالۍ نفوس ډېر دی، خو بیا هم هلته داسې یو روغتیایي مرکز نه شته چې ټولې اسانتیاوې او متخصص ډاکټران ولري.

هغه زیاته کړه: «تر اوسه زموږ ولسوالۍ ته هیڅ پامرنه نه ده شوې، سم کلینیک نه لرو، سم ډاکټر نه لرو، غوښتنه مو همدا ده چې سم او مجهز کلینیک جوړ شي، متخصص ډاکټران موږ ته وګومارل شي څو ستونزې مو حل شي.»

د یادې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی امان‌الله هم ورته څرګندونې کوي او وایي چې د ژمي په رارسیدو او د سختو واورو اورښت له امله د بلخ مرکز مزارشریف ښار ته تللې لار تړل کېږي او نشي کولای خپل ناروغان ښار ته ولېږدوي.

امان‌الله ادعا کوي چې ځیني ناروغان د ولایت مرکز ته د بیولو پر مهال په لار کې ساه ورکوي.

په ورته مهال، چهارکنت کې روغتیایي مسوولین هم مني چې د دې ولسوالۍ روغتیايي مرکزونه د بستر، روغتیایي پرسونل او متخصصو ډاکټرانو له کمښت سره مخ دي.

د چهارکنت ولسوالۍ د شرشر کلینک مسوول محمدرسول کریمي وایي، که څه هم یادې ولسوالۍ کې روغتیایي خدمتونه وړاندې کېږي، خو اړتیا دا ده چې متخصص ډاکټران وګومارل شي او هم جراحي او نورې برخې جوړې شي.

هغه وایي: «د جراحۍ یو مرکز باید جوړ شي، ځکه عاجل وخت کې ناروغان تر ښاره رسېدلی نه شي، د درملو، بستر او ډاکټرانو د کمښت ستونزه هم باید حل شي.»

دغه راز د چهارکنت ولسوال صفت‌الله خالد یادې ولسوالۍ کې روغتیايي ستونزې او د مرکزونو کمښت ستونزه تاییدوي.

هغه وايي چې په دې ولسوالۍ کې روغتیايي مرکزونه شته، خو د نفوس تراکم له امله د خلکو اړتیاوې نه شي پوره کولای.

هغه زیاته کړه: «موږ دغه ستونزه له مرکز سره شریکه کړې او غوښتنه مو کړې چې په دې ولسوالۍ کې یو مجهز روغتون چې متخصص ډاکټران ولري جوړ او د چهارکنت ولسوالۍ د خلکو ستونزې هوارې کړي.»

د یادونې ده، چهارکنت ولسوالۍ د بلخ ولایت له مرکزه شاخوا ۵۰ کیلومټره واټن لري.

Views: 22

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.