[restrict paid=”true”]
فیروزکوه، قلعهنو (پژواک، ۲۲ لړم ۱۴۰۲): د بادغیس او غور ولایتونو ځایي مسوولین وایي چې په دغو ولایتونو کې د ګازډبې چاودنې او ترافیکي پېښه کې څلورو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د بادغیس امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن سهار د بالامرغاب ولسوالۍ اړوند د زاړه پله سيمه کې د حلقوي سړک جوړولو شرکت پر کارکوونکو د ګاز ډبه چاودلې ده.
سرچینې زیاته کړې، د چاودنې له امله د شرکت یو کارکوونکی وژل شوی او دوه نور ژوبل دي.
د یو بل خبر له مخې، په غور کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی دی.
د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالرحمن بدري پزواک ته وویل، یو موټرسایکل سپور د ډېر سرعت له امله غورځېدلی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
[/restrict]
Views: 23
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن