ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«سند کې پولیس لا هم سند لرونکي افغانان نیسي او بیا یې د پیسو بدل کې خوشي کوي»

«سند کې پولیس لا هم سند لرونکي افغانان نیسي او بیا یې د پیسو بدل کې خوشي کوي»

author avatar
14 Nov 2023 - 10:30
«سند کې پولیس لا هم سند لرونکي افغانان نیسي او بیا یې د پیسو بدل کې خوشي کوي»
author avatar
14 Nov 2023 - 10:30

کابل (پژواک، ۲۳ لړم ۱۴۰۲): کراچۍ کې د افغانستان قونسلګرۍ سرپرست وايي، پاکستاني چارواکو اعلان کړی و چې اسنادلرونکي افغانان به نه ځوروي، خو شکایتونه شته چې اوس یې هم نیسي او بیا یې د پیسو په بدل کې خوشي کوي.

خو سرچینه زیاتوي چې اوس د سند حکومت د کورنیو چارو او زندانونو وزیر د دغه ایالت چارواکو ته ویلي څو د حوزو هغه پولیس ګوښه کړي چې افغانان ځوروي.

د پاکستان کراچۍ کې د افغانستان جنرال قونسلګرۍ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دې قونسلګرۍ سرپرست مولوي سید عبدالجبار تخاري په کراچۍ کې د سیند حکومت د کورنیو چارو او زندانونو له وزیر حارث نواز سره لیدلي.

سرچینې لیکلي چې تخاري له نواز سره په سیند کې د مېشتو افغانانو د ستونزو په اړه په تفصیل خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، تخاري په یاده لیدنه کې ویلي، که څه هم د پاکستان مرکزي او دولتي چارواکو په وار وار اعلان کړی چې د افغان اتباعو (ACC) او اقامت (POR) کارت لرونکي افغانان به تر هيڅ عنوان لاندې نه ځوروي، خو دې ژمنو کومه پایله نه ده ورکړې، بلکې شکایتونه شته چې د مشخصو حوزو پولیس په بېلابېلو پلمو افغانان لومړۍ نیسي او بیا یې د پیسو په بدل کې خوشي کوي.

تخاري د بې اسنادو افغانانو د توقیف مرکز ته د سفر د پلان یادونه هم کړې او له حارث نوازه یې غوښتي چې دې لیدنې ته د زمینې برابرولو په برخه کې همکاري وکړي.

د قونسلګرۍ سرپرست د کراچۍ په زندانونو کې د افغان کډوالو وضعیت ته هم اشاره کړې او له دغو زندانونو د پاتې افغان بندیانو د خلاصون برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

 سرچینه زیاتوي چې د سند حکومت کورنیو چارو او زندانونو وزیر د یادو ستونزو له اورېدو وروسته خپلو تر لاس لاندې مسوولینو ته سپارښتنه کړې چې ژر تر ژره د حوزو هغه پولیس ګوښه کړي چې افغانان ځوروي.

هغه دغه راز د افغانستان قونسلګرۍ سرپرست ته ډاډ ورکړی چې د پوليسو له خوا د اصولو خلاف هرې کوچنۍ کړنې په اړه به جدي اقدامات وکړي.

د سرچینې معلوماتو له مخې، نواز د افغانستان قونسلګرۍ له سرپرست سره د خپلو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د روانې نوامبر میاشتې په لومړۍ له دغه هېواده د افغان کډوالو جبري ایستلو لړۍ پیل کړې او تر اوسه یې زرګونه افغانان په زور ایستلي او دا لړۍ لا هم دوام لري.

Views: 95

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.