ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نیمروز کې کارګر ماشومان د خپل راتلونکي لپاره د حکومت د ملاتړ غوښتنه کوي

14 Nov 2023 - 16:16
14 Nov 2023 - 16:16

زرنج (پژواک، ۲۳ لړم ۱۴۰۲): نیمروز کې کارګر ماشومان په داسې حال کې خپل راتلونکي ته اندېښمن دي او د ملاتړ غوښتنه کوي چې مسوولینو په دغه ولایت کې نږدې راتلونکي کې د یتیمو نجونو لپاره د یوه روزنتون جوړېدو او د کارګرو ماشومانو د ټولولو خبر ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې د بې‌وزلۍ له امله د زرنج ښار په بازارونو، سړکونو کې د پلورنکو او کارګرو ماشومانو شمېر ډېر شوی، ډېری دغه ماشومان چې د کار له امله له زده‌کړو پاتې دي، وایي، مجبور دي د خپلو کورنیو لګښتو برابرولو لپاره کار وکړي.

۱۴ کلن شکور یو له هغو ماشومانو دی چې له سهار تر بېګاه د خپلې کورنۍ نفقې برابرولو په موخه په یوه ودانۍ کې شاقه کارونه کوي.

هغه چې پلار یې د تېرو جګړو پر مهال مړ شوی او د خپلې ۵ کسیزې کورنۍ د نفقې برابرولو مسوولیت ور د غاړې دی، پژواک ته وویل: «د ښوونځي په څلورم ټولګي کې وم چې پلار مې د ماین په چاودنه کې شهید شو، په هغو لومړیو ورځو کې مې مور کار کاوه، خو له دوو کلونو راهیسې زه هم کار کوم؛ نو ځکه مې ښوونځی پرېښود.»

شکور هم د بل هر ماشوم په څېر زړه کې ډېرې هیلې لري، خو بې‌وزلۍ اړ کړی چې کار وکړي او ورځې د ښار په واټونو کې تېرې کړي.

نوموړي وویل: «زه خوښ وم چې درس ووایم او پیلوټ شم، خو پلار مې شهید شو.»

نوموړی وایي، د ورځې ۱۵۰ افغانۍ لاسته راوړي، خو د کور د لګښتونو لپاره یې بسنه نه کوي؛ نو ځکه غواړي چې په قاچاقي ډول ایران ته لاړ شي.

په ورته وخت کې ۱۲ کلن احسان‌الله چې د سرپرست نه درلودو له امله له سهاره تر بېګاه د زرنج ښار په واټونو اوسپنو په ټولولو، پېر او پلور بوخت دی.

نوموړي چې له خپلې بې‌سرپرستۍ ډېر ناهیلی ښکاري وایي: «درې کاله مخکې مې پلار ایران ته لاړ بیا رانغی، مور می ناروغه وه هغه مړه شوه، اوس یوازې زه له خپلې خور او کوچني ورور سره پاتې یو، د ورځې بوتلونه، زړې اوسپنې او پلاستیکونه ټولوم، یو څو ډوډۍ وړم چې پرې ماړه شو.»

احسان خپل او د خپلې خور او ورور راتلونکي ته اندېښمن دی.

یو بل ماشوم نعیم چې د خپلې کورنۍ د اعاشې برابرولو لپاره د خښتو په بټۍ کې کار کوي، وایي: «پلار مې روږدی و او تېر کال د سړې هوا له امله مړ شو، مور مې هم معتاده ده، موږ له خپل تره سره اوسېږو، تره مې ما وهي او راته وایي چې کار وکړه.»

دی هم وایي خوښ و چې درس ووایي او ښه راتلونکی ولري، خو مجبور دی چې کار وکړي.

دغه درې واړه یاد شوي ماشومان له حکومته غواړي چې دوی ته د درس او تعلیم زمینه برابره کړي.

په نیمروز کې یو مدني فعال نقیب‌الله وایي چې د ورځې سلګونه ماشومان د کار له امله مجبور دي چې ښوونځي پرېږدي او کار وکړي.

هغه په داسې حال کې دغه ولایت کې د کارګرو ماشومانو ډېرېدو ته اندېښمن دی، وایي: «دا ماشومان د هېواد راتلونکي جوړوونکي دي، باید حکومت له هغوی ملاتړ وکړي.»

د هغه په خبره، باید په دغه ولایت کې دارالایتامونه ډېر شي او بې‌سرپرسته ماشومان د یوه ډاډمن چتر لاندې وساتل شي او هغوی ته دې د زده‌کړو زمینه برابره شي.

په ورته وخت کې د نیمروز د کار او ټولنیزو چارو رییس مولوي زبیر وایي چې ډېر ژر به دغه ولایت کې د کارګرو ماشومانو د ټولولو لړۍ پیل کړي.

هغه وویل: «زه خپله ټوله هڅه د بې‌سرپرستو ماشومانو لپاره ترسره کوم څو هغوی هم لکه د نورو ماشومانو په څېر د هوساینې، ډوډۍ، اوبو، روغتیا، زده‌کړو او له تکنالوژي خدماتو برخمن واوسي.»

هغه زیاته کړه: «د مرکز په لارښوونه غواړو چې له زرنج ښار او د نیمروز له پنځو ولسوالیو ‎۱۰۰ ماشومان راټول او په روزنتون کې یې وساتو.»

د سرچینې د معلوماتو له مخې د زرنج ښار لپاره د ۳۰ او دلارام ولسوالۍ لپاره د ۳۰- ۳۰ ماشومانو، خو د کنګ، چغانسور، خاشرود او چهاربرجک لپاره د ۱۰ – ۱۰ ماشومانو سهمیه ورکړل شوې ده.

سرچینه مني چې دغه ولایت کې کارګر ماشومان ډېر دي، خو د هغو مشخصه شمېره یې په ډاګه نه کړه.

د نوموړي په خبره، هغو ماشومانو ته لومړیتوب ورکول کېږي چې یا یې پلار یا یې مور یا دواړه روږدي وي، یا مړه شوي وي او یا هم بندیان وي، هغو ته د ښوونځي، مدرسې او کورس ته د تلو زمینه برابریږي.

سرچینه زیاتوي، دغه ولایت کې د بې‌سرپرستو ماشومو هلکانو او نجونو شمېر ډېر دی، خو په لومړي قدم کې یوازې سل ماشومان منل کېږي، راتلونکي کې به د هغوی شمېر لوړ شي.

هغه وویل، راتلونکي کې پلان لري چې دغه ولایت کې د نجونو لپاره هم دارالایتامونه جوړ شي.

هغه وویل: «له وزارته مو د نجونو لپاره د یوه دارالایتام د جوړېدو امر اخیستی او ډېر ژر به د نجونو دارلایتام له ټولو هغو امکاناتو سره چې د هلکانو دارالایتام یې لري جوړ شي.»

د هغه د معلوماتو له مخې، دمګړۍ د دغه ولایت په روزنتون کې ۷۰ ماشومان ساتل کېږي او له ټولو ښوونیزو او معېشتي خدماتو برخمن دي.

Views: 118

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version