کابل (پژواک، ۲۳ لړم ۱۴۰۲): د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام مقدماتي دویم پړاو او د ۲۰۲۷ کال د اسیایي ملتونو جام په لوبو کې د ګډون په موخه قطر ته روانه شوه.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، د هېواد د فوټبال لوبډله پرون ناوخته قطر ته روان شوه.
ټاکل شوې چې افغانستان په دې سیالیو کې له قطر، هند او کویټ ملي لوبډلو سره سیالي وکړي.
د افغانستان لومړۍ لوبه د روانې اونۍ د پنجشنبې په ورځ د افغانستان په وخت ۸:۴۵ دقیقې د قطر ملي لوبډلې پر وړاندې ترسره کېږي او دویمه لوبه به یې له کویټ سره وي.
اشلي مایکل وستوود چې تازه د فوټبال ملي لوبډلې سر روزونکی ټاکل شوی، په دې سیالیو کې به د ملي لوبډلې مشري پر غاړه لري.
هغه ویلي، ملي لوبډله به په دې سیالیو کې په لوړه انګیزه ګډون کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د لړم په ۲مه د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړو د فوټبال په فدراسیون کې د فساد له امله استعفا ورکړه او وې ویل چې وروسته له دې به په دې لوبډله کې ونه لوبېږي.
په دې لېست کې فیصل شایسته، امېد پوپلزی، رحمت اکبري، عمران حیدري، نجم حیدري او ځینې نور لوبغاړي شامل وو.
Views: 23
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن