ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ګوتریش: پر داسې لاروچارو دې کار وشي چې افغانستان له نړۍوال نظام سره ګډ شي

ګوتریش: پر داسې لاروچارو دې کار وشي چې افغانستان له نړۍوال نظام سره ګډ شي

author avatar
15 Nov 2023 - 02:06
ګوتریش: پر داسې لاروچارو دې کار وشي چې افغانستان له نړۍوال نظام سره ګډ شي
author avatar
15 Nov 2023 - 02:06

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۲۴ لړم ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوتریش امنیت شورا ته په یوه ارزونه کې لیکلي چې له افغانستان سره دې په امنیتي، سیاسي او سیمه‌ییزو برخو کې همکاري وشي او پر داسې لاروچارو دې کار وشي چې افغانستان له نړۍوال نظام سره ګډ شي.

د انتونیو ګوتریش دا ارزونه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغې غوښتنې په ځواب کې استول کېږي چې له هغه یې د روان کال په مارچ میاشت کې د افغانستان د وضعیت ارزونې په اړه کړې وه.

د امنیت شورا رییس ژانګ جون ته د انتونیو ګوتریش په دې ارزونه کې لیکل شوي چې د افغانانو بېړنیو اړتیاوو لکه روغتیا، معیشیت او د خوړو خوندیتوب مرستې باید له سیاسي کېدو لرې شي څو دوامداره مرستو ته لار هواره شي.

دغه ارزونه چې طلوع نیوز ورته لاسرسی پیدا کړی، انتونیو ګوتریش په کې د یوه داسې میکانیزم د جوړېدو غوښتنه کړې چې د تعامل ملاتړ وکړي او د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي/ استازې ته باید دنده ورکړل شي چې د نړۍوالې ټولنې او افغانانو ترمنځ د تعامل رامنځته کولو اسانتیاوې رامنځته کړي.

د ارزونې په یو برخه کې راغلي: «اسلامي امارت ځکه تر دې دمه په رسمیت نه دی پېژندل شوی چې په نړۍواله کچه یې خپلې ژمنې نه دي عملي کړي.»

د ملګرو ملتونو د سرمنشي په دې ارزونه کې د نه تبعیض اصل ته د درناوي غوښتنه شوې او ټینګار یې کړی چې د ښځو حقونو درناوی وشي، په ټولو برخو کې ونډه ورکړل شي او د ټولو افغانانو بنسټیز حقونه او ازادۍ دې خوندي شي.

په ارزونه کې دغه برخې د لومړیتوب په توګه په نښه شوې دي.

د ارزونې په یوه بله برخه کې لیکل شوي چې له افغانستانه د ترهګرۍ پراخیدو او نشه‌یي توکو پلور او قاچاق اندېښنو ته د ځواب ویلو لپاره دې د افغانستان سرپرست حکومت او نړۍوالو ترمنځ دوه اړخیزه همغږي او همکاري رامنځته شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي دغه راز وړاندیز کړی چې د دوه اړخیزو او څو اړخیزو امنیتي همکاریو ملاتړ دې وشي او په تدریجي ډول دې د افغانستان د ننه ډیپلوماټیک تعامل بیا پیلېدو ته لار هواره شي.

په ارزونه کې د اسلامي امارت رسمیت پېژندنې په اړه ویل شوي: «رسمیت پېژندنه هغه وخت کېږي چې هغوی [اسلامي امارت] نړۍوالو کنوانسینونو کې خپلې ژمنې ومني.»

د ارزونې له مخې، پر افغانستان لګېدلي بندیزونه، نړۍوالو کنوانسیونونو ته [چې افغانستان لاسلیک کړي] د دغه هېواد ژمن پاتې کېدو لپاره اړین دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي دغه راز لیکلي چې د شوو ژمنو او هوکړو پر بنسټ باید په افغانستان کې د لاسرسي حق مساوي وي او دغه هېواد کې یو ټولګډونه حکومت جوړېدو لپاره باید د افغانانو ترمنځ خبرې وشي.

[/restrict]

Views: 161

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.