غزنيښار (پژواک، ۲۴ لړم ۱۴۰۲): غزني کې سیمهییزمسوولین وایي چې د دغه ولایت حکم سنایي ښارګوټي کې د شپاړسنیم میلیونو افغانیو په لګښت دوه د برېښنا ټرانسفرمرونه ګټې اخیستنې ته وسپارل.
د غزني د برېښنا شرکت رییس حافظ صلاحالدین توکلي رسنیو ته وویل، د یادو ټرانسفرمرونو د لګښت پیسې لس میلیونه د سیمې خلکو، پنځه میلیونه د سره صلیب او پاتې نورې د برېښنا شرکت لوري ورکړل شوې دي.
نوموړي وویل، له دغو ټرانسفرمرونو به د غزني حوزوي روغتون سربېره د حکم سنایې ښارګوټي ۴۰۰ کورنیو ته برېښنا ورسېږي.
هغه زیاته کړه چې په نږدې راتلونکي کې به د برېښنا څلور نور ټرانسفرمرونه هم د ښار په مختلفو سیمو کې ګټې اخیستنې ته وسپاري.
د دغه شرکت د چارواکو په وینا، هڅې یې دوام لري څو ټول غزني ښار د برېښنا د شبکې تر پوښښ لاندې راوستل شي.
د غزني ولایت حکم سنایي سیمې اوسېدونکي د یادو ټرانسفرمرونو له امله خوښي څرګندوي، وايې چې تر دې دمه د دغو سيمو خلکو له جنراتوري یا نورو برېښنا ګټه اخيسته چې له ستونزو سره لاس او ګرېوان وو .
د سیمې یوه قومي مشر نوابخان پژواک ته وویل: «جنراتوري برېښنا به کله وه کله نه، د برېښنا نشتون له امله به له ډېرو ستونزو سره مخ وو، خو اوس به د برېښنا له نښلېدو سره به زموږ په کارونو کې اسانتیاوې رامنځته شي.»
Views: 26
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن