زرنج (پژواک، ۲۹ لړم ۱۴۰۲): د نیمروز ځيني اوسېدونکي په داسې حال کې له اسلامي امارته غواړي چې د دغه ولایت د تاریخي او لرغونو سیمو د تخریب مخنیوی وکړي چې د دغه ولایت مسوولین وایي، حکومت د تاریخي سیمو د بیارغونې لپاره پروګرامونه لري.
د دغه ولایت د چغانسور ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالستار بلوچ پژواک خبري اژانس ته وویل: «کله چې نیمروز د مغلو د لښکرکشۍ ځای وو، هغه مهال یې د شاهانو د اوسېدو لپاره ډېر قصرونه جوړ کړي وو او اوس دغه تاریخي کلاوې د طبیعي پېښو، کیندنو او د حکومت نه پاملرنې له امله د له منځه تلو په حال کې دي.»
هغه په داسې حال کې چې ویل یې، د دغه ولایت له تاریخي ځایونو د لیدونکو شمېر ډېر شوی، اندېښنه وښوده چې ځيني خلکو د تاریخي سیمو او ابدو خپلسرو کیندنو ته مخه کړې ده.
د یاد ولایت د چهاربرجک ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمدسلطان وویل: «له تېرو وختونو راهیسې خلک په تاریخي ځایونو کې کیندنه کوي او لا هم روانې دي.»
د زرنج ښار اوسېدونکې حمیرا رخشاني وویل: «د طبیعي پېښو له امله د ډېرو لرغونو کلاوو ظاهري بڼې تخریب شوي، خو خلک هم د هغو په تخریب کې اساسي رول لري.»
هغې په غلغلې ښار کې د چهلبرج کلا، چهل دختر، د امیران صاحب زیارت، په چغانسور کې د ابراهیم کلا، د سیادک او سفیدک تپې، نادعلي تپه او قلعه محمد د نیمروز مهمې او لرغونې سیمې یادې کړې چې د هغو مخینه پنځه سوه کاله ده، خو ویې وویل چې د له منځه تلو په حال کې دي.
نوموړې زیاته کړه: «لرغوني اثار د افغانستان ملي هویت دی چې د افغانستان تمدن نړۍ ته ښيي، نو له دې کبله اسلامي امارت باید د فرهنګي میراثونو ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي.»
هغې له سرپرست حکومته غوښتنه وکړه چې د دغه ولایت له تاریخي ځایونو ساتنه وکړي او د کیندونکو مخه ونیسي.
بلخوا د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مفتي حبیبالرحمن الهام پژواک ته وویل: «حکومت د تاریخي او لرغونو ځایونو د بیارغونې لپاره پروګرامونه لري، خو دا کار په لنډ وخت نه کېږي، هغه کسان چې تاریخي ابدې تخریبوي قانوني چلند به ور سره وشي.»
هغه وویل، د نیمروز تاریخي ابدې ډېرې دي چې تر اوسه ۴۵ لرغوني اثار په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې ثبت شوي، البته نورې تاریخي ابدې هم شته چې د هغو شمېر تر اوسه معلوم نه دی او د ثبتېدو په حال کې دي.
هغه تاریخي ابدې د افغانستان د فرهنګ او تمدن نښه بولي او وایي: «د ټولو خلکو دنده ده چې له حکومت سره همکار و اوسي او د لرغونو اثارو په ساتنه کې جدي توجه ولري.»
هغه دغه راز وویل: «هیچا ته اجازه نه ورکوو چې تاریخي او لرغوني ځایونو کې کیندنې وکړي او یا یې تخریب کړي، د کنټرول ګزمې له تاریخي ابدو ساتنه او څارنه کوي.»
هغه وایي چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د نیمروز د لرغونو سیمو لیدلو ته د بهرنیو ګرځندویانو د جلبولو لپاره هڅه کړې او په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د بهرنیو سیلانیانو شمېر ډېر شوی دی.
نوموړي ټولو داخلي او بهرني سیلانیانو ته د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې نیمروز ولایت لکه د هېواد نورو ولایتونو په څېر لسګونه تاریخي ابدې لري چې ډېری یې له زرو کلونو ډېره مخینه لري.
Views: 22
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن