ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني امنیه قومانداني: په تېرو اوو میاشتو کې لسګونه ميله وسلې او مهمات ترلاسه شوي

د غزني امنیه قومانداني: په تېرو اوو میاشتو کې لسګونه ميله وسلې او مهمات ترلاسه شوي

غزني ښار (پژواک، د لېندۍ لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): د غزني امنیه قومانداني وایي، په تېرو اوو میاشتو کې یې په دغه ولایت کې ۴۲ میله بېلابېلې وسلې او ګڼ شمېر مهمات ترلاسه کړي او په تړاو یې ۶۲ تورن کسان هم نیولي دي.

د غزني د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي، په تېرو اوو میاشتو کې یې د دغه ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د بېلابېلو عملیاتو په لړ کې ګڼ شمېر وسلې او نور چاودېدونکي توکي چې د ناوړه کړنو لپاره ترې ګټه اخیستل کېده، ترلاسه کړي دي.

د غزني د امنیې قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي نن په دغه ولایت کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل چې په تېرو اوو میاشتو کې امنیتي کسانو د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۴۲ میله بېلابېلې وسلې او مهمات ترلاسه کړي دي.

هغه زیاتوي چې په دغو وسلو او مهماتو کې ۱۱ کلاشینکوف، ۲۲ میله تفنګچې، او یوولس ډزي ټوپک‎ او یو میل نارنجک، ۶۲ بېلابېل ماینونه، ۳۰ ډزه غټي د هشتاد دو مرمۍ، راکټ انداز، هاوان او نارنجک مرمۍ، ۳۱۰ کیلو چاودېدونکي بارورت، ۳۰ بوجۍ کود او باروت، او یو شمېر نور شاجورونه، پرتلې، جانټې او نظامي دریشیاني موجود دي.

هغه دغه راز وویل چې په دې تړاو یې په یاده موده کې ۶۲ تورن کسان هم نیولي دي.

نوموړي زیاته کړه: «له یادو ترلاسه شوو وسلو په بېلابېلو ناوړه کړنو کې استفاده کېده؛ لکه په غلا، اختطاف، د مخدره توکو په کاروبار او داسې نورو کې.»

د غزني یوه اوسېدونکي عبدالخالق پژواک ته وویل، په دغه ولایت کې جنايي پېښې کمې شوې، خو له اړونده ادارو په دې برخه کې د لا ډېرو جدي اقداماتوغوښتنه کوي.

Views: 56

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.