ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل یو شمېر ښاریان د ډبرو سکرو بيو له لوړوالي شکایت کوي

25 Nov 2023 - 12:01
25 Nov 2023 - 12:01

کابل (پژواک، ۴ لېندۍ ۱۴۰۲): د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وایي چې حکومت دې د ډبرو سکرو بیه ټیټه کړي؛ ځکه د اقتصادي ستونزو له امله يې پر اوسنۍ بیو د پېرلو توان نه لري.

د کابل ښاروالۍ د لړم په ۱۹مه ویلي وو چې د دغه ښار په ۲۲ ناحیو کې د ډبرو سکرو د وېش لړۍ پیلوي او کابل ښاریان کولای شي چې یو ټن د ډبرو سکاره په ۹۰۰۰ افغانۍ ترلاسه کړي.

خو د کابل یو شمېر ښاریان دغه نرخ هم لوړ بولي او د کښته کېدو غوښتنه يې کوي.

په دې اړه د کابل ښار د خواجه بغرا سیمې اوسېدونکي وحیدالله پژواک خبري اژانس ته وویل چې حکومت یو ټن سکاره په ۹۰۰۰ افغانۍ ورکوي خو دوی د نهه زره افغانیو وس هم نه لري.

نوموړی وایي، په کابل ښار کې زرنج چلوي او اېله دومره پیسې ګټي چې اوړه او نور خوراکي توکي پرې کور ته واخلي خو د ډبرو سکرو پېرلو توان نه لري.

د هغه په خبره چې د پیسو نه درلودو له امله یې تر اوسه د ډبرو سکاره نه دي اخیستي.

وحیدالله له حکومته غوښتنه وکړه چې د ډبرو سکرو بیه دې ټيټه کړي څو بېوزله خلک يې د پېرلو توان پیدا کړي.

دغه راز د کابل ښار پنځلسمې ناحیې اوسېدونکي محمدنعیم پژواک ته وویل، اقتصادي حالت یې ښه نه دی او د ډبرو سکرو پېرلو توان نه لري.

نوموړی وایي، کار نشته او د خلکو اقتصادي وضعیت هم ښه نه دی نو حکومت باید د ډبرو سکرو بیه ټیټه کړي.

د کابل ښار د شهید اهنګرا سیمې اوسېدونکي محمدابراهیم پژواک ته وویل، اقتصادي حالت یې ښه نه دی نو ځکه یې تر اوسه د ډبرو سکاره او نور توکي نه دي پېرلي.

هغه وویل، په ژمي کې دوه ټنه د ډبرو سکرو ته اړتیا لري خو حکومت سکاره په لوړه بیه ورکوي چې د پېرلو وس یې نه لري.

نوموړي هم له حکومته غوښتنه وکړه چې د ډبرو سکرو بیه دې ټیټه کړي.

دغه راز د کابل په شهید څلورلاره کې د ډبرو سکرو یوه پلورونکي قدرت‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل، دوی دوه ډوله د ډبرو سکاره لري چې یو ډول یې کونده‌يي او بل یې بوجیو کې راځي.

نوموړی زیاته کړه: « د ډبرو ښه سکاره ټن په ۱۳۰۰۰ افغانۍ دي او په بورۍ کې چې کوم سکاره راځي هغه بیا لږ میده لري او ټن په ۱۲۰۰۰ افغانۍ دي، کنده‌یي خروار په ۷۲۰۰ افغانۍ دي او د بوجیو وال بیا په ۶۸۰۰ افغانۍ خروار دي.»

بلخوا د اړوندې موضوع په اړه د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان پژواک ته وویل چې په عام بازار کې د ډبرو سکرو نرخونه ډېر لوړ دي خو دوی یې په ۹۰۰۰ افغانۍ ټن ورکوي او کیفیت یې هم ښه دی.

نوموړي وویل: «نرخ یې له ۹۰۰۰ افغانۍ ځکه نه شي ټیټېدلی چې په دې کې د کانونو او پټرولیم وزارت خپله رویالیټي معاف کړې، د عامو ډبرو سکرو څخه موږ پر یوه ټن ۲۲۰۰ افغانۍ اخلو خو کابل ته چې کوم سکاره راوړل شوي، رویالیټي ترې نه ده اخیستل شوې.»

هغه زیاته کړه، د سالنګ عمومي لار بنده ده او د پخوا په پرتله د ترانسپورټ لګښت زیات شوی نو ځکه دا مناسب نرخ دی چې ټاکل شوی دی.

هغه وویل چې د ډبرو سکرو د استخراج او کاریګرو لګښت او د تجار ګټه په نظر کې نیولو سره دغه نرخ ورته ثابت ټاکل شوی دی.

د يادونې ده، نږدې هر کال د ژمي موسم په رارسېدو سره په کابل او ولایتونو کې د سون‌توکو بیې لوړېږي او خلک بیا شکایت کوي چې د پېرلو توان يې نه لري.

Views: 90

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version