کابل (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۲): د هرات له زلزلهځپلو او له پاکستانه راستنو شوو افغانانو سره د مرستې لپاره د ترکيې څه باندې ۵۰۰ ټنه خوراکي او غيرخوراکي توکي هرات ته راورسېدل.
د افغاني سره مياشتې ټولنې پر خپله اېکسپاڼه ليکلي چې په مرستو شوو توکو کې ۲۸۶ ټنه غيرخوراکي او ۲۲۲ ټنه خوراکي توکي شامل دي او تېره ورځ هرات کې دې ټولنې ته سپارل شوي دي.
سرچینې د غیرخوراکي توکو په اړه جزییات نه دي ورکړي، خو وایي په خوراکي توکو کې اوړه، غوړي، ورېجې، لوبيا، دال، نخود، بوره، روب، زيتون، مکروني، تور چای، د سوپ اوړه، مربا او بسکېټ شامل دي.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس او د زلزلهځپلو لپاره د مرستو ټولولو کمېسیون مشر مولوي احمدالله متقي وایي چې په دې مرستو کې د خوراکي توکو ترڅنګ، البسه، کمپلې، خیمې، روغتیا ساتنې توکي او درمل هم شامل دي.
متقي زیاتوي چې شاوخوا ۳۰۰ ټنه یاد توکي به د هرات له زلزلهځپلو او پاتې نور به له پاکستانه راستنو شوو هېوادوالو سره مرسته شي.
دغه راز، په کابل کې د ترکيې سفارت هم پر خپله اېکسپاڼه ليکلي چې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو اتم رېل ګاډی د هرات تورغنډي بندر ته راورسېد.
سرچينې ويلي چې یاد توکي یې د هرات زلزلهځپلو او له پاکستانه راستنو شوو افغانانو سره د مرستې لپاره افغانستان ته راوړي دي.
د یوه خبر له مخې، ترکيې له دې مخکې هم د هرات پر۵۰۰ زلزلهځپلو کورنیو خوراکي او غیر خوراکي توکي وېشلي دي.
د روان کال په تله میاشت کې هرات ولایت په ځانګړي ډول د (زندهجان او غوریان ولسوالیو) کې پرله پسې زورورې زلزلې وشوې چې له امله یې شاوخوا شل کلي وران شول او شاوخوا شپږ زره کسانو ته یې مرګژوبله واړوله.
دغه راز د روانې نوامبر میاشتې له پیل راهیسې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ زور اخیستی او د راپورونو له مخې تر اوسه له ۴۰۰ زرو ډېر افغانان په زور را ایستل شوي دي.
ملګرو ملتونو ويلي چې له پاکستانه راستنېدونکو افغانانو سره د مرستې لپاره یې لس میلیون امریکایي ډالره ځانګړي کړي.
دغه راز، د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پرواګرام ويلي چې تر اوسه یې له پاکستانه را ایستل شوو ۱۱۲ زره افغان کډوالو سره مرسته کړې او د یو میلیون نورو کډوالو لپاره ۱۶ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.
Views: 57
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن