کابل (پژواک، ۶ لېندۍ ۱۴۰۲): افغان او ایراني چارواکو په کابل کې د ليدنې پر مهال، ایران کې د افغان ماشومانو د ښوونیز حالت پر څرنګوالي، د پوهنې په برخه کې د دوه اړخیزه تجربو پر شریکولو، رښتني ګاونډیتوب او د دوه اړخیزو مشترکو ګټو پر پاللو خبرې کړې دي.
د افغانستان د پوهنې وزارت پر خپله اېکسپاڼه ليکلي چې د ياد وزارت سرپرست مولوي حبیبالله آغا په افغانستان کې د ایران سفارت د مرستیال په مشرۍ له ۷ کسیزه پلاوي سره کتلي دي.
سرچينه زیاتوي: «د یادې کتنې پر مهال دواړو لورو د دوه اړخیزه همکاریو پر دوام، په ایران کې د افغان کډوالو ماشومانو د ښوونیز حالت پر څرنګوالي، د پوهنې په برخه کې د دوه اړخیزه تجربو په شریکولو، د رښتني ګاونډیتوب او د دوه اړخیزو مشترکو ګټو پر پاللو هوډ څرګند کړ.»
سرچینې زياته کړې چې د پوهنې وزارت سرپرست له ایراني چارواکو په هغه هېواد کې د افغان ماشومانو د ښوونیز حالت پر ښه والي او د هغوی لپاره د متوازنو ښوونیزو اسانتیاوو د برابرولو غوښتنه وکړه.
افغانستان کې د ایران سفارت مرستیال په ياده ليدنه کې ویلي چې دا مهال په ایران کې شاوخوا ٤٠ زره افغان کډوال زدهکړیالان او زدهکوونکي په بېلابېلو ښوونیزو بنسټونو کې پر زدهکړو بوخت دي او ټولو ته اړینې ښوونیزې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
هغه ژمنه وکړه چې په دې اړه به د پوهنې وزارت وړاندیزونو او سپارښتنو په عملي کولو کې جدي هلېځلې وکړي چې له دې سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو لپاره یو نوی فصل پرانیستل شي.
Views: 22
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن