ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رییس ترکمنستان ته ولاړ

د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رییس ترکمنستان ته ولاړ

author avatar
29 Nov 2023 - 14:21
د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رییس ترکمنستان ته ولاړ
author avatar
29 Nov 2023 - 14:21

کابل (پژواک، ۸ لېندۍ ۱۴۰۲): د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رییس د انتقالاتو کچې ډېرېدو او دوه اړخیزو همکاریو پراختیا په موخه د ترکمنستان پلازمېنې عشق‌اباد ته سفر وکړ.

د اوسپنې پټلۍ ادارې پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دې ادارې عمومي رییس ملا بخت‌الرحمن شرافت او مل پلاوي یې نن د ترکمنستان په رسمي بلنه عشق‌اباد ښار ته سفر وکړ.

سرچینه زیاتوي، ټاکل شوې یاد پلاوی به د دغه سفر په ترڅ کې له اړوندو ترکمنستاني چارواکو سره د اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو کچې پر ډېرېدو او د دواړو هېوادو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا خبرې اترې وکړي.

Views: 80

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.