ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکټران: که د ملا ډېسک درملنه پر وخت ونه شي، ښايي ناروغ فلج شي

ډاکټران: که د ملا ډېسک درملنه پر وخت ونه شي، ښايي ناروغ فلج شي

author avatar
2 Dec 2023 - 16:18
ډاکټران: که د ملا ډېسک درملنه پر وخت ونه شي، ښايي ناروغ فلج شي
author avatar
2 Dec 2023 - 16:18

کابل (پژواک، ۱۱ لېندۍ ۱۴۰۲): یو شمېر ډاکټران وايي، د ملا ډېسک ډېره جدي ناروغي ده او اوږدېدل یې د ناروغ د دایمي فلج لامل کېدای شي خو د مخنیوي لپاره یې ورځني ورزشونه اغېزناک ثابتېدای شي.

ډاکټران وايي، ډېسکونه د ملا مهرو ترمنځ یو جوړښت دی، که له خپل اصلي ځایه بېځایه شي، پر نږدې عصبي ریښو ډېر فشار راوړي چې د درد او سالنډۍ لامل کېږي.

د هغوی په خبره، د ملا تیر له ۳۳ مهرو جوړ دی چې د دغو مهرو ترمنځ اسفنجي ډېسکونه موجود دي او د ملا تیر فعالیت کې مهم رول لري.

د کابل ښار د شیخ‌زاید روغتون د اعصاب او مغز جراحي متخصص، ډاکټر محمدقاهر پژواک خبري اژانس ته وویل: «د ملا ډېسک د دوو کلکو جسمونو ترمنځ یو نرم څیز دی چې موږ ورته په عامه اصطلاح کې ګوډکه وایو؛ یعنې د ملا ډېسک په حقیقت کې هماغه د بدن ګوټکې دي چې د هرو دوو مهرو ترمنځ شتون لري.»

هغه بې‌حسي او د پښو ویده کېدل د یادې ناروغۍ نښې ګني او وايي: «د ملا پر ډیسک د اخته کس حسي سیسټم ګډوډېږي او پښو کې یې سوی او تودوالی پیدا کېږي او یا یې پښې ډېرې سړېږي، تر دې چې خوب یې وړي، باید ووایو چې پښې بې‌حسه کېږي، د ګرځېدو پر مهال داسې حس کوي چې پښې یې سستې شوې.»

سرچینه د یادې ناروغۍ پیدا کېدو یو مهم علت درانه کارونه ګڼي او خلکو ته سپارښتنه کوي چې د ناروغۍ مخنیوي لپاره درانه کارونه ونه کړي، ډېر درانه وزنونه جګ نه کړي او د دې ترڅنګ د منظم ورزشي پلان درلودل ډېر اغېزناک ثابتېدای شي.

نوموړی وايي: «د ډېرو درنو وزنونو پورته کولو لپاره باید له رافعو څخه ګټه واخلو، له بده مرغه زموږ په هېواد کې اوس هم د ډېرو درنو وزنونو پورته کولو لپاره له انسانه کار اخیستل کېږي، په داسې حال کې چې په نورو پرمختللو هېوادونو کې ماشينونه دغه کارونه کوي.»

هغه وویل چې د یادې ناروغۍ درملنه په هېواد کې دننه امکان لري او اړتیا نشته چې ناروغان له هېواده بهر لاړ شي.

ورته مهال، د کابل ښار د وزیر محمداکبرخان روغتون د عملي زده‌کړو امر رنځوروال ډاکټر سیدالرحمن حکیمي وویل: «د ملا ډېسک د رامنځته کېدو لپاره ډېر لاملونه شتون لري، په کتابونو کې ۴۰ لاملونو ته اشاره شوې چې د دې ستونزې رامنځته کېدو لامل ګرځي.»

نوموړی هم د درنو وزنونو پورته کول د ملا ډېسک رامنځته کېدو یو له اساسي لاملونه وباله خو ویې ویل: «دغه مشکل د مخنیوي او درملنې وړ دی او د هېواد دننه یې د درملنې امکان شته.»

ناروغان د روغتونونو له خدمتونونو خوښ دي.

د کابل ښار اوسېدونکی محمدعتیق وايي: «۲۰ کاله کېږي چې موټرو ته ډبرې باروم، تل درانه کارونه کوم، یو وخت مې پام شو چې ملا مې درد کوي او پښې مې بې‌ سېکه شوې دي.»

نوموړی چې ۱۵ ورځې مخکې د وزیر محمداکبرخان روغتون کې عملیات شوی وايي چې اوس یې صحت ښه دی.

د تخار اوسېدونکي عبدالبصیر هم پژواک ته وویل چې کروندګر دی او درې کاله مخکې ورته د ملا درد پیدا شوی، ان تر دې چې پښې یې بې‌حسه کېدې.

نوموړي زیاته کړه، یوه اونۍ کېږي چې د درملنې په موخه کابل ته راغلی او اوس د وزیر محمداکبرخان روغتون کې بستر دی.

دواړه یاد ناروغان د دغه روغتون له خدمتونو خوښ دي.

Views: 141

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.