هرات (پژواک، ۱۱ لېندۍ ۱۴۰۲): د هرات د غرهختونکو فډراسیون ریاست وايي چې د دغه فډراسیون یو شمېر غړو د خپلو ورزشي پروګرامونو په لړ کې وکولای شو چې د دغه ولایت په شمال کې د خواجه ابدال غره تر ټولو لوړه څوکه فتحه کړي.
د دغه فډراسیون رییس نجیبالله صدیقي وویل چې د دغه فډراسیون دیارلس کسیز ټیم غړي د سیاحت او غرهختنې فرهنګ ترویج په موخه، د هرات د سبزک بند په لودېځ کې د خواجه ابدال غره ۳۱۰۰ متره لوړې او تاریخي څوکې ته وختل.
نوموړي د دغه یوې ورځنۍ غرهختنې موخه د طبیعي ګرځندویۍ او غرهختنې د فرهنګ ترویجول وبلل.
Views: 54
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن