سرپل (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۱۴۰۲): د سرپل امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په سنچارک ولسوالۍ کې د لاسي بم چاودنې له امله یو ماشوم مړ او دوه نور ټپیان شوي دي.
د سرپل امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه د یاد ولایت سنچارک ولسوالۍ په تغایخواجه کلي کې شوې ده.
سرچینې لیکلي، دغه بم داسې مهال چاودلی چې یوه ماشوم پرې لوبې کولې.
د سرپل امنیې قوماندانۍ زیاته کړې چې د پېښې ټپیان د سنچارک ولسوالۍ سیمهییز روغتون ته لېږدول شوي دي.
Views: 24
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن