ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري: د افغانستان سیاسي او مالي ملاتړ ډېر مهم دی

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري: د افغانستان سیاسي او مالي ملاتړ ډېر مهم دی

author avatar
6 Dec 2023 - 01:54
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري: د افغانستان سیاسي او مالي ملاتړ ډېر مهم دی
author avatar
6 Dec 2023 - 01:54

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۱۴ لېندۍ ۱۴۰۲) : په کابل کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ مشر لیونارډ زولو په بروکسل کې د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت او اروپایي ټولنې له استازو سره یې د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي.

لیونارډ پر ټولنیزې شبکې اېکس کې، چې د افغانستان اوسنی وضعیت د نړۍ یو تر ټولو لوی بشري ناورین په توګه یاد کړی دی.

هغه زیاته کړې : “سیاسي او مالي ملاتړ په داسې حال کې چې سخت ژمی په مخ کې لرو ډیر زیات مهم دی [ژمی] انساني اړتیاوې لا زیاتوي. بشریت د ګډ اقدام غوښتنه کوي”.

د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ  دغه راز ویلي چې افغانان له تیرو څه باندې ۴۰ کلنو جګړې څخه د زیږیدلو ستونزو، طبیعي پیښو او سختې لوږې سره مخ دي.

د سرچینې په وینا، افغانستان کې د بشري بحران پراخیدو ته په کتنې دا کمیشنري مرستو ته اړو افغانانو سره د خپلو نړۍوالو شریکانو د هغې له ډلې اروپايي ټولنې په دوامداره ملاتړ باندې حساب کوي.

د ملګرو ملتونود کډوالو د عالي کمیشنرۍ دغه چارواکي په داسې حال کې افغانستان سره د اروپايي ټولنې په مرستو باندې ټینګار کړی چې دغې ټولنې د روان ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د میاشتې تر وروستیو افغانستان سره د ۲۲۹ میلیونو یورو مرسته کړې ده.

دغې ټولنې ویلي چې ددغې مرستې څخه به له پاکستان څخه ستنیدونکو افغان کډوالو او په کور دننه د بې ځایه شویو کورنیواو د هرات ولایت زلزله ځپلو لپاره د روغتیا، تغذیه، پوهنې او اوبو د برابرولو په چارو کې کار واخیستل شي.

د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د کورني بې ځایه شویو ترڅنګ په دې وروستیو کې سلګونه زره افغانان له ایران او پاکستان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
[/restrict]

Views: 46

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.