فیروزکوه (پژواک، ۱۹ لېندۍ ۱۴۰۲): د غور ځایي مسوولین وايي، د دغه ولایت چارسدې ولسوالي کې د خلکو له خوا د څه باندې درې میلیون افغانیو په لګښت یو جامع جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د غور د اطلاعاتو او فرهنګ امر مولوي محمدحماس د یاد جومات پرانیستې مراسمو کې وویل، د دغه ولایت د چارسدې ولسوالۍ د بردېز، ریګن، راګ او تغمین کلیو اوسېدونکو د روان لمریز کال په لومړیو کې په شخصي لګښت د دغه جامع جومات جوړولو کار پیل کړ.
هغه زیاته کړه، د یاد جومات جوړولو چارې د نهو میاشتو په موده کې بشپړې شوې او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د هغه په خبره، یاد جومات په یو وخت کې د زر لمونځکوونکي ځایولو وړتیا لري او له درې میلیون افغانیو ډېر لګښت پرې راغلی دی.
هغه دغه راز وویل چې په یاده ولسوالي کې به د خلکو له لوري یوه دیني مدرسه هم جوړه شي.
هغه زیاته کړه، یاده مدرسه به مفتاحالعلوم نومېږي چې له سلو ډېر طلبه په کې دیني زدهکړې کولی شي.
سرچینه وايي، د یادې مدرسې په جوړېدو خلک او ځوانان کولای شي چې پرته له ستونزو په کې زدهکړې وکړي.
Views: 14
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن