ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

محمدي: بندیزونه لګول اسلامي امارت له خپلو موخو نه شي ګرځولای

محمدي: بندیزونه لګول اسلامي امارت له خپلو موخو نه شي ګرځولای

author avatar
11 Dec 2023 - 16:27
محمدي: بندیزونه لګول اسلامي امارت له خپلو موخو نه شي ګرځولای
author avatar
11 Dec 2023 - 16:27

کابل (پژواک، ۲۰ لېندۍ ۱۴۰۲): د افغانستان د امربالمعروف او نهی‌ عن‌المنکر وزارت وايي، د اسلامي حکمونو پلي کول د الله (ج) حکم دی، نه د اسلامي امارت او هر ډول بندیزونه لګول اسلامي امارت له خپلو موخو نه شي ګرځولای.

د راپورونو له مخې، د روانې لېندۍ میاشتې په ۱۷مه د امریکا متحده ایالتونو مالیې وزارت د افغانستان د علومو اکاډمي پر رییس شیخ فریدالدین محمود او د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت پر سرپرست شیخ محمدخالد حنفي له دې امله بندیزونه لګولي چې ګواکي له بشري حقونو یې سرغړونه کړې ده.

د افغانستان د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت د پاليسۍ او مسلکي مرستیال شيخ محمدفقیر محمدي نن په کابل کې «د عامه اذهانو فکري سمون په موخه ادبي او فرهنګي» ناسته کې په دې اړه وویل: «دغه بندیزونه په کلکو ټکو غندو او دا وايو چې دا بندیزونه اسلامي امارت او وزارت امربالمعروف له خپلو اهدافو وروسته کولای نه شي؛ د امارت چې کوم اهداف دي، مخکې وو، هغه اهداف به اوس هم وي.»

هغه زیاته کړه: «د تېر ۲۰ کلن اشغال پر مهال ډېر اسلامي احکام، که هغه د اسلامي حجاب مراعت کول دي، که هغه پر اسلامي اصولو د سيرت او صورت برابرول دي، متاسفانه له منځه تللي، خوشبختانه چې د اسلامي امارت په راتګ سره یې پر عملي کېدو حکم شوی.»

د هغه په وينا، د جماعت د لمانځه پر مهال، ځینې هټۍوال په خپله هټۍ کې وي، ځینې ځوانان په کوڅو کې پر لوبو بوخت وي او جماعت ته نه ځي؛ نو دا د اسلامي نظام وجیبه ده چې د دغه ډول منکراتو مخه ونيسي.

هغه وايي: «دغه حکمونه [د اسلامي حجاب مراعات کول او نورو اسلامي احکام] چې راغلي دا د امارت نه دي، دا د امربالمعروف وزارت نه دي؛ دا د رب العالمین حکمونه دي.»

د یاد وزارت نظامي مرستیال شیخ سعیداحمد شهیدخېل په ياده ناسته کې وویل، له دې سره سره چې دا ثابته ده چې امریکا ماته شوې او تښتېدلې، خو ځينې بد اثرات یې پاتې دي، چې پر وړاندې يې بايد مبارزه وشي.

ده د عامه اذهانو فکري سمون په موخه ادبي او فرهنګي ناستو جوړول اړین وبلل او ویې ویل چې دا ډول ناستې په ولایتونو کې هم جوړې شوې دي.

دی زیاتوي: «کومې ناستې چې ترسره شوي، هغه د دې ملت پر بيدارۍ او يووالي دلالت کوي او متوجه دي چې دغه کدورات، دغه چرک او دغه مکروب زموږ پر يو ستر قشر پروت دی، بايد له منځه ولاړ شي.»

د کابل د زرګرانو ټولنې مشر سمېع‌الله ناظري په نننۍ ناسته کې وویل: «دا چې امریکا او یا هم په ټوله کې غربي نړۍ پر وزیر صاحب [شیخ محمدخالد حنفي] بندیزونه لګولي، دا غندو او د نړۍ له کړنې ناراضي یو.»

هغه زیاتوي، دغه وزارت په پوره جرات د منکراتو پر لرې کولو او پر نېکو کارونو امر کوي او تبلیغ کوي چې دا د اسلامي ټولنې پر وګړو په ځانګړي ډول د ځوان نسل پر افکار پوره اغيز لري.

Views: 42

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.