کندهار (پژواک، ۲۰ لېندۍ ۱۴۰۲): د کندهار د کلیو پراختیا ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په هره ولسوالۍ کې د اوبو یو- یو بند جوړېږي چې د ځینو د سروې چارې دا مهال روانې دي.
د کندهار د کلیو پراختیا رییس ملا عبدالجبار حکمت وایي، دغه بندونه د اوبو د ساتنې او تر ځمکې لاندې د اوبو د کچې لوړولو په موخه جوړېږي.
د هغه په وینا، دا مهال د کندهار په معروف، ارغستان، شاولیکوټ، بولدک او ځینو نورو ولسوالیو کې د بندونو د جوړېدو په اړه سروې ګانې روانې دي او سیمې کتل کېږي چې په کومو سیمو کې د بندونو جوړېدو امکان شته دی.
ده وویل: «د ټولګټو وزارت غواړې د ټولو ولایتونو په ولسوالیو کې یو یو بند جوړ کړي، نو په کندهار کې هم د خلکو د غوښتنو سره سم د دغو بندونو د جوړېدو په اړه سروې ګانې پیل شوې دي.»
هغه ونه ویل چې پر دغو بندونو به څومه لګښت راځي او دا بندونه به په څومره کچه وي خو زیاته یې کړه چې له سروې وروسته به معلومه شي چې په څومره اندازه بندونه جوړېږي.
د کندهار اوسېدونکي هم د دغو بندونو جوړېدو ته خوښ دي.
د کندهار د شاولیکوټ ولسوالۍ اوسېدونکی نذیر احمد وایي: «زموږ هر وخت دا غوښتنه ده چې موږ ته اوبه را وګرځول شي، دا کار زموږ پر اقتصاد او کرنه ډېر لوی اغېز لرلای شي، نو دا چې بندونه جوړېږي، ډېر پر ځای کار دی.»
کندهار کې دا مهال یوازې یو د اوبو بند شته چې د مسوولینو په خبره تر ډېره له رسوباتو ډک شوی دی.
Views: 81
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن